لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده او داعش په ضد تګ لاره کامیابه ده، اوباما


صدر اوباما وویل د صدارت په اته کاله موده کې يې یوه ورځ داسې نه ده پاتې شوې چې کومې ترهګرې ډلې یا انتهاپسند شخصیت د امریکا په ضد کوم سازش نه وي کړی.
صدر اوباما وویل د صدارت په اته کاله موده کې يې یوه ورځ داسې نه ده پاتې شوې چې کومې ترهګرې ډلې یا انتهاپسند شخصیت د امریکا په ضد کوم سازش نه وي کړی.

د امریکا صدر باراک اوباما ویلي د ترهګرۍ پرضد مبارزې دپاره نېغ په نېغه جګړه کې د ښکېل کېدو په ځای نړیوال ائتلاف جوړ کړی شو او د اتحادي حکومتونو په مرسته د عملیاتو د پالیسۍ له سببه امریکا د تُندلارو ډلو په ضد د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي دي.

د نهې په ورځ د امریکا فلورېډا ریاست په ټاپا کې د مېک ډيل هوائي ځواک مرکز کې د صدر په توګه د ملي امنیت په اړوند خپله وروستۍ وینا کې صدر اوباما وویل چې امریکا د نړۍ تر ټولو غټ پوځي قوت دی او وي به.

خپله وینا کې صدر باراک اوباما د خپل صدارت په دور کې د ملي د امنیت د جوړو پالیسو دفاع وکړه چې د دغو پالیسو په پایله کې امریکا نوره خوندي شوې ده.

صدر اوباما زیاته کړه د داعش او نورو تُندلارو ډلو پرضد يې حکومت په کامیابۍ سره نړیوال اتحاد جوړ کړی او امریکايي پوځ يې په کومه غټه خطره کې د ښکېل کولو په ځای د اتحادي هېوادونو په مرسته د ترهګرو مشرتابه او شبکو په پاکولو کې بریالي شوي دي.

نوموړي د امریکا د وچې، سمندر او هوائي ځواک او په ځانګړي ډول د څارنې څانګو، اسپېشل اپریشن کمانډ او سنټرل کمانډ د خدماتو ستاینه وکړه.

صدر اوباما وویل د صدارت په اته کاله موده کې يې یوه ورځ داسې نه ده پاتې شوې چې کومې ترهګرې ډلې یا انتهاپسند شخصیت د امریکا په ضد کوم سازش نه وي کړی.

د نوموړي په وینا چې کله په ۲۰م جنورۍ ۲۰۱۷م د سپينې ماڼۍ څخه رخصت شي نو هغه به د امریکا د تاریخ یواځينی صدر وي چې د صدارت ټوله موده يې په جنګونو کې تېر شو.

صدر اوباما وویل د هغه د کامیابو پالیسو په نتیجه کې د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ د بریدونو زمه وارې ډلې القاعده ملا ماته کړی شوې ده او د داعش د ولقې لاندې راغلو علاقو کې د نیمې نه سېوا بیرته اخستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG