لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمعیت علما اسلام (ف) په زور د مذهب بدولو په اړه د سند اسمبلۍ د قانون مخالفت


نزدې دوه اوونۍ وړاندې د سندهـ ایالتي اسمبلۍ د مذهب په زور بدلوونکو پر ضد په متفقه توګه بِل منظور کړی ؤ.
نزدې دوه اوونۍ وړاندې د سندهـ ایالتي اسمبلۍ د مذهب په زور بدلوونکو پر ضد په متفقه توګه بِل منظور کړی ؤ.

د جمعیت علمااسلام(ف) ډلې په مشرۍ ټول ګوندیزه غونډه کې د سندهـ اسمبلۍ نه په زور د مذهب بدلولو په اړوند منظور شوي بِل په ترڅ کې دړکه ورکړل شوې که دا بِل واپس نه کړی شو د اسمبلۍ نه به ګېره اچوي، ولې د هندو لږکیو مشران وايي د دغه بِل دفاع به کوي.

د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې د سندهـ څانګې عمومي سېکتر راشدسومرو په کراچۍ پریس کلب کې د سنده صوبې په سطحه رابلل شوې ټول ګوندیزې غونډې وروستو رسنیو ته اعلامیه واورله،چې په سندهـ اسمبلۍ کې په زور د مذهب بدلولو په اړوند د منظور شوي بل دوي مخالفت کوي او د راتلونکې جمعې نه به په ټوله صوبه کې د دغه بل په ضد احتجاجي مظاهرې کوي.

"سندهـ حکومت ته د ۱۵ ورځو وخت ورکولی شي چې په ۱۵ ورځو کې دننه دا بل واپس واخلي او که په دغو ورځو کې دا بل واپس وانه خستی شو نو ټول ګوندیز کانفرنس نن دا اعلان کوي چې بیا به د اسمبلۍ ګېراؤ کولی شي او د اسمبلۍ مخې ته به مظاهره کولی شي".

هغه وویل د سندهـ ګورنر دې په دې بل دستخط ونه کړي دا دې رد کړي او زیاته يې کړه سندهـ اسمبلۍ کې ناست خلک خپل سوګند او ائین نه پېژني، دا خلک نااهله شوي دي دوي له خپل ایمان تازه کول پکار دي او کومو ممبرانو چې دا بل پاس کړی دی د هغوي ایمان هم مشکوک شوی دی.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې د سندهـ ایالتي اسمبلۍ د مذهب په زور بدلوونکو پر ضد په متفقه توګه یو بِل منظور کړی ؤ د کوم ترمخه به چې په زور مذهب بدلولو والا تن ته د پینځه ؤ کالو بند او جرمانه او په دې کار کې اسانتیا برابرؤنکي ته د درېو کالو بند او جرمانې سزا ورکولی شي.

د بِل ترمخه په کم عمر کې مذهب بدلول هم د سزا وړ جرم ګرځول شوی او که چرته څوک په کم عمر کې د مذهب بدلولو ادعا کوي نو هغه به نشي منلی کېدی.

د جمعیت علما اسلام ډلې لخوا د ټول ګوندیزې غونډې د خپرې شوې اعلاميې په غبرګون کې د پاکستان هندو کونسل مشر رمیش کمار ډیوه ریډیو سره خبرو کې وویل په دغه اړوند يې د جمعیت علمااسلام او جماعت اسلامي ډلې د مشرانو سره خبرې شوي او هغويې يې په دې خبر کړي چې دا د دوي بنیادي حق دی چې د مذهب بدلولو یا د هندوانو د واده د عمر ټاکلو دپاره قانون سازي وکړي.

"ما د مذهبي ډلو مشرانو ته ویلي چې خپلې پالیسۍ په مونږ مه مسلط کوئ ځکه چي مونږ هم بنیادي حقونه لرو، هغه وویل دغو خبرو ته په ګوته نیولو سلمان تاثیر او شهباز بهټي وژل شوي او دا کار دلته ډېر ګران دی".

رمېش کمار وویل دوي پوښتنه کوي چې په یو هندو هلک یا جینۍ شریعت څنګه نافذ کولی شي، او چې کله د ۱۸ کالو د عمر پورې د ووټ، او شناختي کارډو جوړولو حق نه ورکړی کيږي نو د دومره غټې فېصلې چې مذهب بدل کړي دا حق څنګه ورکړی کېدی شي. نوموړي وویل چې حکومت او سفارتکار دې په دې لړ کې خپل کردار ادا کړي ځکه چې لږکۍ د ویرې نه د مذهبي ډلو پرضد نه شي راپاسېدی.

د جمعیت علمااسلام ف ډلې په ټول ګونديز کانفرنس چې د پیپلزپارټۍ، اېم کیواېم، مسلم لیګ فنګشنل او پاکستان تحریک انصاف نه علاوه د نورو ټولو مذهبي او سیاسي ډلو استازي موجود وو په اعلامیه کې يې دا غوښتنه هم وشوه چې اسلامي نظریاتي کونسل دې د سنده اسمبلۍ د مذهب په زور بدلولو په اړوند دا غېر اسلامي او غېر ائینې بل رد کړي او قوم دې پرې خبر کړی شي.

ولې رمېش کمار وايي که د بل په ضد احتجاجي لړۍ پېل شوه نو دوي به نه یواځې په ملکي بلکې په نړیوال کچ د دغو مذهبي ډلو پرضد غږ پورته کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG