د افغانستان په اړوندد اسیا د زړه شپږم کانفرنس د هند په امرتسر ښار کې پېل شوی، افغان صدر اشرف غني او د هند وزیراعظم نریندرا مودي په ګډه د دغه غونډې پرانسته کړې ده .
غونډې ته په وینا کې افغان صدر اشرف غني په افغانستان کې د ترهګرۍ یادګېرنه وکړ ه چې ملک يې اوس هم د ترهګرۍ د ګواښونوسره مخ دی.
اشرف غني وویل د اسیا د زړه کانفرنس هم په داسې حال کې راجوړ شوی چې افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو سره نزدې ۳۰ ترهګرې ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې ځالې جوړې کړي.
ښاغلي غني په خپله وینا کې د پاکستان په اړوند وویل چې پاکستان افغانستان ته د ۵۰۰ملینه ډالرو ورکولو اعلان کړی دی خو نوموړي په غونډه کې ګډون کوؤنکي د پاکستان د وزیراعظم د باندنیو چارو مشاور سرتاج عزیز ته په مخاطب کولو سره وویل غوره به دا وي چې دغه پیسې پاکستان د ترهګرۍ په ضد وکاروي.
اشرف غني دا هم وویل چې اوس هم په سیمه کې یو شمېر هېوادونه ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي او ملاتړ یې کوي.
افغان صدر وویل د طالبانو مشرانو په خپله دا خبره کړې ده چې که دوي ته په پاکستان کې د پناه ځای مېلاؤ نه شو نو دوي به یوه میاشت هم پاتې نه شي.
اشرف غني په سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د یو فنډ جوړولو تجویز هم وړاندې کړو کوم چې د هغه په وینا نه یواځې د افغانستان بلکې د اسیا د امنیت دپاره مرستندویه ثابتېدی شي.
د اسیا د زړه کانفرنس ته په وینا کې د هند وزیراعظم نریندرا مودي وویل ، ترهګري او په بهرني توګه پېدا کړی شوې بې ثباتي د افغانستان د سولې، ثبات او خوشحالۍ دپاره تر ټولو غټه خطره ده، او دغه ترهګرۍ ټوله سیمه په خطره کې اچولې ده.
مودي وویل افغانستان کې د سولې دپاره یواځې غږ پورته کول پوره نه دي بلکې دا ګډې ژمنې ته اړتیا لري.
د اسیا د زړه کانفرنس کې د پاکستان استازیتوب د وزیراعظم د بهرنو چارو مشارو سرتاج عزیز کوي.
سرتاج عزیز کانفرنس ته په وینا کې وویل پاکستان په افغانستان کې د تل پاتې امن دپاره د هر ډول ممکنه مرستو ته تیار دی او زیاته يې کړه افغان حکومت باید د پاکستان پرضد د بې اثاثه تورونو لګولو څخه ډډه وکړي.
نوموړي وویل د افغانستان په اړوند د ګډې او بامقصده تګ لارې په جوړولو زور راوړو.
د اسیا د زړه کانفرنس کې د ۴۰ هېوادونو نه د زیاتو ملکونو استازي ګډون کوي.