لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي کمانډر طالبانو سره د پاکستان، روس او ایران په مرستو اندېښمن دی


جنرال نکولسن د طالب وسله والو د روس او ایران سره په اړیکو اندېښنه څرګنده کړې ده.
جنرال نکولسن د طالب وسله والو د روس او ایران سره په اړیکو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا لوړ پوړي پوځي کمانډر ویلي د پاکستان، روس او ایران لخوا د طالب وسله والو مرستې د نړیوالې ورورولۍ د هغو هڅو دپاره خطره ده کومې چې د افغان حکومت د سیاسي ثبات دپاره کولی شي.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن ویلي دوي په افغانستان کې دننه د بدامنۍ او ترهګرۍ کوؤنکو ډلو په بهرني ملاتړ فکرمند دي په ځانګړي ډول چې کله دوي ته بهرني ملکونه پټ ځایونه ورکوي او مرستې يې کوي.

د جمعې په ورځ پېنټاګون کې خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي ویلي چې د ګاونډي ملک پاکستان نه د حقاني شبکې ترهګر چې د طالبانو سره په ګډه جنګيږي، دوي اوس هم د امریکاؤ، اتحادیانو او افغان همکارانو دپاره خطره ده.

جنرال نکولسن ویلي حقاني شبکې سره اوس هم پینځه امریکایان یرغمال دي، (او زما خیال دی چې کله مونږ د حقاني شبکې په اړه سوچ کوؤ نو دا خبره یاد ساتل پکار دي چې دغه ډله زمونږ دپاره د اندېښنې او فکر بنیادي علت دی او په هغه په پاکستان کې خپلو پټو ځالو کې خوندونه اخلي.

ولې پاکستان په دې خبره ټینګار کوي چې پوځ يې د طالب وسله والو هغه ټولې ځالې ورانې کړي کومې به چې دوي د پولې دواړو غاړو ته د بریدونو دپاره کارولې، او د افغانستان سره لګېدلې پولې د څار د نظام ښه کولو دپاره هڅې کوي.

جنرال نکولسن د طالب وسله والو د روس او ایران سره په اړیکو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دا اړیکې په سیمه کې د ثبات دپاره هيڅ پرمختګ نه کوي.

ماسکو باندې تور دی چې طالبانو ته وسله ورکوي او مرستې يې کوي په دې موخه چې افغانستان کې د داعش مخه ونیسي او د ګاونډي منځني اسیا هېوادونه د دغه ګواښ نه بچ کړي.

د تېرې میاشتې په اخره کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د روس سفیر ولادیمیر سافرونفوک ویلي ؤ ملګري ملتونه دي په طالبانو لګولي بندېزونو کې نرمي وکړي چې د دواړو فریقېنو ترمنځ خبرې مخکې لاړې شي.

جنرال نکولسن ویلي (روس په ښکاره باندې طالبانو ته قانوني حیثیت ورکول غواړي).

نوموړي ویلي ایران هم د دغه ډول علتونو له سببه طالبانو سره اړیکې لري اودوي د خپل اثر لاندې ساتل غواړي، ولې افغان چارواکي په دغه خبره د ایران او روس دواړو سره په تماس کې دي.

جنرال نکولسن په افغان مشرتابه زور راوړی چې د خپلمنځي سیاسي اختلافاتو تاوان په هېواد کې د سولې او ثبات دپاره ترسره شوؤ هڅو ته ونه رسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG