لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډونلډټرمپ ـ نوازشریف سره خبرو باندې د ګاونډیانو اندېښنې


د تېرې چهارشنبې په ورځ د ډونلډټرمپ او نوازشریف ترمنځ په ټیلیفون خبرې شوې وې.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ډونلډټرمپ او نوازشریف ترمنځ په ټیلیفون خبرې شوې وې.

د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ خپل صدارتي کمپاین کې د پاکستان دپاره سختې کلمې کارولې او د پاکستان او چین په اړه يې ویلي ؤ (دوي زمونږ دوستان نه دي اومونږ له به دوي سره د خپل سوچ نه په بدله طریقه چارې کول وي).

ولې د صدر منتخب کېدو وروستو د نوموړي نظریات پوره بدل لیدل کيږي. د پاکستان وزیراعظم سره د اومبارکۍ په ټیلیفوني خبرو کې ټرمپ د هغه (نوازشریف) ستاینه کړې ده.

ايټمي قوت پاکستان د امریکايي ائتلافي ملک دی او په تېرو دوه لیسزو کې ورته د امریکا نه په اربونو ډالره مرستې مېلاؤ شوي دي. ولې د صدر اوباما په وخت کې د دواړو اړيکې تاؤژنې شوي او امریکا د پاکستان په ځای د هغه سیال هند ته نزدې شوې وه.

په واشنګټن کې د ولسن مرکز مائیکل کیګلمېن وايي د واشنګټن دپاره دا د خفګان خبره ده چې د مالي مرستو او پوځ دپاره د وسلو ورکولو باوجود پاکستان هغو ترهګرو ته پټ ځایونه ورکړي کوم چې په امریکا بریدونه کوي.

په یوه داسې سیمه کې چرته د ملکونو پخوانۍ سیالۍ موجودي دي د امریکا د نوي صدر دغه ډول بیان به خپله د امریکا په تګ لاره کې د بدلون په توګه ګڼلی شي.

د سټېټ ډيپارټمنټ د افغانستان او پاکستان پخوانی شنونکی او دا وخت په واشنګټن کې د مډل ایسټ انسټیټیوټ سره اړونده مارون وائن بوم وايي ( د دې نه هغوي بې د څه وجې داسې مطلب واخلي چې وروستو به پرې خفه وي).

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ډونلډټرمپ او نوازشریف ترمنځ شوؤ ټيلیفوني خبرو کې ټرمپ پاکستاني وګړو ته باصلاحیته ګرځولي او پاکستان ته يې غېرمعمولي ملک ویلي ؤ.

او د پاکستان لخوا جاري شوي بیان ترمخه چې وزیراعظم نوازشریف نوي منتخب شوي امریکايي صدر ته د پاکستان راتلو بلنه ورکړه نو ټرمپ وویل هغه به د شاندار خلکو شاندار ملک ته ضرور راتلل خوښ کړي.

ولې څيړونکي وایي د ټرمپ د هند په سوداګرۍ کې د دلچسپۍ له امله پاکستان ته خطره ده، چې ټرمپ به هم د صدر اوباما د انتظاميې په رنګ هند پلوه تګ لاره دوامداره وساتي.

بل لور ته په هند کې ځیني خلک ګڼي چې د ټرمپ د پاکستان وزیراعظم ته دا وړاندیز چې ( هغه د مهمو مسلو په هوارولو کې رول ادا کولو ته تیار دی) د دې مطلب د لسیزو راهسې د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ دی. پاکستان او هند د کشمير په سر درې ځله جنګېدلي دي ولې یو لور ته که پاکستان د دغه شخړې د هوارولو دپاره په ملګرو ملتونو ټینګار کوي نو بل لور ته هند وايي دا ستونزه حل شوې ده.

کوګیلمېن وايي، د نوي منتخب شوي امریکايي صدر لخوا د پاکستان وزیراعظم ته دا وړاندیز، هند کې دې ته د خطرې په توګه کتل کيږي چرته چې دوړاندې نه دا خیال موجود دی چې د امریکا د پاکستان سره اړیکې ډېرې قوي دي.

ولي وائن وایي، چې افغانستان کې هم د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکو کې پرمختګ ته په منفي سترګه کتل کيږي.

ولې ځیني څیړونکي وايي ضروري نه ده چې وړومبۍ خبرې د راتلونکې پله کوم خاص بدلون ته اشاره وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG