لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشري او فساد افغان امنیتي ځواکونو ته غټې ننګونې دي، جنرال نکولسن


جنرال نکولسن ویلي، طالبان اوس د دې قابل نه دي پاتې چې غټې حملې وکړي هغوي اوس یواځې چيک پوسټونه په نخښه کوي،
جنرال نکولسن ویلي، طالبان اوس د دې قابل نه دي پاتې چې غټې حملې وکړي هغوي اوس یواځې چيک پوسټونه په نخښه کوي،

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر امریکايي جنرال جان نکولسن ویلي راتلونکی کال به د افغانستان امنیتي ځواکونه د مشرۍ او فساد (کرپشن) د دوه غټو ننګونو سره مخ وي.

جنرال نکولسن د جمعې په ورځ پېنټاګون کې خبریالانو ته ویلي ( دغو کارونو د افغان امنیتي ځواکونو په ځینو برخو ناوړه اغېزې کړي دي او په مېدان کې د سرتيرو د بې وزلۍ لامل ګرځي).

جنرال ویلي دغه ډول د رسد په نظام کې د کمزروتیا او فساد له امله ځواکونه چې په پوستو کې دي هغوي ته اوبه، خوراک او وسله نه رسي کومې ته هغوي په جنګ کې اړتیا لري.

نکولسن ویلي د افغان پوځي او حکومتي مشرتابه سره يې د دغو ستونزو په اړوند ډاګېزې خبرې کړي دي او د ژمي په عملیاتو کې به د دې په عملي کېدو او د مشرتابه بدلول په پام کې ساتلی شي.

د نوموړي په وینا افغان ځواکونو سره اوس هم د افغانستان زیاتره برخه په لاس کې ده ولې د ستمبر د میاشتې نه دا د ۴۸ نه ۶۴ فیصده ته راښکته شوې ده.

جنرال نکولسن ویلي افغان طالبانو سره اوس یواځې لس فیصده ابادي په لاس کې ده او افغان ځواکونو د طالبانوبریدونو ته مخې ته دي.

د نوموړي په وینا طالبان اوس د دې قابل نه دي پاتې چې غټې حملې وکړي هغوي اوس یواځې چيک پوسټونه په نخښه کوي، ویره خوري او ښارونه د یو بل نه جُدا کوي.

نکولسن ویلي د اګست د میاشتې راهسې وسله والو اته ځله د ځینوصوبو د مرکزنو نیولو هڅه کړې ولې هر ځل ناکامه شوي دي.

دغه ډول د کال ۲۰۱۵م په پرتله په ټول هېواد کې د غټو بریدونو لړې هم راکمه شوې ده او کابل کې دغه رنګ بریدونه د ۱۸نه ۱۲ ته راښکته شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG