لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حل طلبه مسلو کې کردار ادا کولو ته تیاریم، ټرمپ


نوي امریکايي صدر ویلي د پاکستان وګړي د ډېرو صلاحیتونو خاوندان دي.
نوي امریکايي صدر ویلي د پاکستان وګړي د ډېرو صلاحیتونو خاوندان دي.

د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي د پاکستان د اوږدې مودې او حل طلبه مسلو په هوارو کې رول لوبولو ته تیار دی.

د سرکاري رسنیو ترمخه د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د چهارشنبې په ورځ د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ ته ټیلیفون کړی او هغه ته يې انتخاباتو کې په بریا اومبارکي ویلې ده.

د وزیراعظم هاؤش لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې ډونلډټرمپ وزیراعظم سره په خبرو کې ویلي پاکستان یو شاندار ملک دی او هلته زیات شمېر فرصتونه شته دی.

نوي امریکايي صدر ویلي د پاکستان وګړي د ډېرو صلاحیتونو خاوندان دي.

ډونلډټرمپ ـ نوازشریف ته ویلي چې د پاکستان د اوږدې مودې او حل طلبه مسلو په هوارولو کې، که د هغه نه هر ډول مرسته وغواړي، ترسره کولو ته يې تیار دی. هغه ویلي دا به د هغه دپاره اعزاز وي او په شخصي ډول به یې ترسره کوي.

نوي امریکايي صدر د پاکستان وزیراعظم ته ویلي چې کله هم وغواړې په ۲۰م جنورۍ د صدارت د چوکۍ سمبالولونه وړاندې ورته هم هر وخت ټیلیفون کولی شې.

د وزیراعظم نوازشریف لخوا پاکستان ته د راتلو په بلنه ډونلډټرمب ویلي چې هغه به د شاندار ملک او ښایستونو ځایونو سفر خوښ کړي.

هغه ویلي پاکستاني وګړو ته يې دغه پېغام ورسوه چې دوي ډېر شاندار خلک دي او څومره پاکستاني چې زه (ټرمپ) پېژنم هغه ډېر ذهین خلک دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG