لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د اوهايويونيورسټۍ بريدکوونکى خپل " عسکر" ګرځولى


 يوه ورځ وروستو له هغې چې بريد کې يوولس کسان ژوبل شول، دقانون پځايې کوونکې سيمه ييزې او وفاقي ادارې ددې معلومولو لپاره ثبوت لټوي چې ايا دا دترهه ګرۍ يو عمل ؤ او ايا بريدکوونکي دغه عمل يواځې ترسره کړى؟
يوه ورځ وروستو له هغې چې بريد کې يوولس کسان ژوبل شول، دقانون پځايې کوونکې سيمه ييزې او وفاقي ادارې ددې معلومولو لپاره ثبوت لټوي چې ايا دا دترهه ګرۍ يو عمل ؤ او ايا بريدکوونکي دغه عمل يواځې ترسره کړى؟

تندروه ډلز داعش دنه زبه ورڅ داوهایو سټيټ پوهنتون کې دبريد ذمه واري قبوله کړې او هاغه زده کوونکى يې دترهه ګريزې ډلې " عسکر" ګرځولى چې په پيدل تلونکو يې ګاډى ورخيژولى او وروستو يې خلک په چاړه وهلي وؤ.

يوه ورځ وروستو له هغې چې بريد کې يوولس کسان ژوبل شول، دقانون پځايې کوونکې سيمه ييزې او وفاقي ادارې ددې معلومولو لپاره ثبوت لټوي چې ايا دا دترهه ګرۍ يو عمل ؤ او ايا بريدکوونکي دغه عمل يواځې ترسره کړى؟

دبريدکوونکي پيژندګلو دعبالرزاق علي ارتن په توګه شوې څوک چې صوماليه کې زيږيدلى او داوهايو پوهنتون زده کوونکى، هغه ديو پوليس افسر لخوا په ډزو سره وژل شوى ؤ.

تندروه ډلې داعش په مسلمانانو غږ کړى چې لويديز کې دې بريدونه ترسره کړي، خو په سمدستي توګه داسې کوم ثبوت مخې ته نه دى راغلى چې ارتن کومې ترهه ګريزې ډلې سره دوفادارۍ اعلان کړى.

دبريد څخه لږ ساعت دمخه دغه زده کوونکي په ټولنيزه ميډيا مسلمانانو سره دبدسلوکۍ په اړه خبردارى ورکړى ؤ.

دنيويارک ټايمز ترمخه دکال ٢٠١٤م څخه دمخه بريدکوونکى ارتن تر اوو کلونو پاکستان کې ميشته و.

اى بي سي تيليويزيون دارتن ديو بيان حواله داسې ورکړې ده" امريکا،نورو هيوادونو او په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونو کې مداخلت اودروه،مونږ کمزوري نه يو،مونږ کمزوري نه يو، دا ياد وساته"

هغه دا هم ويلي دي چې " که چرې تاسو غواړئ مونږ مسلمانان په يواځې ځان بريدونه اودروو،نو امن راولئ"

هغه دا هم ويلي دي چې " مونږ به تر هاغې تاسو خوب ته پرې نږدو ترڅو چې تاسو مسلمانانو ته امن ورنکړئ"

اوهايو امريکا کې دصومالي ورورولۍ دوهم لويې کور ګڼلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG