لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سبّي کې پينځه مشکوک وسله وال وژل شوي


د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې یوې لسیزې راهسې د تشدد او بدامنۍ د پېښوښکار ده،
د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې یوې لسیزې راهسې د تشدد او بدامنۍ د پېښوښکار ده،

د پاکستان د بلوچستان صوبې په سبّي ضلع کې امنیتي چارواکو ویلي د نهې په ورځ يې پينځه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د بلوچستان د ملېشې ویاند ویلي د وسله والو د ولقې لاندې د هغوي څلور ځالې هم تباه کړی شوي دي.

ویاند ویلي د ملېشې او امنیتي ادارې سرتيرو د سبّي په تالي علاقه کې عمیلیات کړي او وسله والو سره په نښته کې پينځه وسله وال وژل شوي دي.

امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د وسله والو د ولقې څخه يې وسله هم ترلاسه کړې ده.

د ملېشې ویاند ویلي وژل شوي وسله وال په ملي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو او مسافرو په اورګاډو بریدونو کې ککړ وو.

تالي د سبّي حساسه سیمه ګڼل کيږي او دغلته په امنیتي ځواکونو او ملي تاسیساتو باندې د یوې مودې نه بریدونه کيږي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د تېرې یوې لسیزې راهسې د تشدد او بدامنۍ د پېښوښکار ده، دغلته وسله والې ډلې او بېلتون خوښه بلوڅ هم شتون لري. د افغانستان سره په پوله پرته دغه صوبه کې القاعده سره اړونده او فرقه ییزه وسله وال هم فعالیتونه لري.

Recommended

XS
SM
MD
LG