لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبرازيل دفټبال دلوبغاړو وړونکې الوتکه کولمبيا کې تباه


 دغه ځانګړې توګه دجنوبي برازيل څخه دکولمبيا ښار ميډيلن ته روانه وه چې دګل په ورځ دخپل منزل څخه لږ لرې دبيړني وضعيت ښکار شوه او يوه غرييزه سيمه کې دراغورځيدو وروستو تباه شوه.
دغه ځانګړې توګه دجنوبي برازيل څخه دکولمبيا ښار ميډيلن ته روانه وه چې دګل په ورځ دخپل منزل څخه لږ لرې دبيړني وضعيت ښکار شوه او يوه غرييزه سيمه کې دراغورځيدو وروستو تباه شوه.

کولمبيا کې هاغه الوتکه راغورځيدلې او تباه شوې چې پکې دبرازيل ديو فټبال کلب دغړو په ګډون ٨١ کسان سپاره وؤ.

دغه ځانګړې توګه دجنوبي برازيل څخه دکولمبيا ښار ميډيلن ته روانه وه چې دګل په ورځ دخپل منزل څخه لږ لرې دبيړني وضعيت ښکار شوه او يوه غرييزه سيمه کې دراغورځيدو وروستو تباه شوه.

دهوابازۍ دمحکمې دچارواکو وينا ده چې دبوليويا ديوې کمپنۍ لاميا الوتکه ددغه سفر لپاره ځانګړې کړى شوې وه، دغه الوتکه دبرازيل څخه شافاکوونس دفټبال کلب لوبغاړي سپاره کړي او ميډيلن ته روانه شوې وه.

الوتکه کې ٧٢ مسافر او دعملې نهه کسان سپاره وؤ.

دچارواکو وينا ده دګل په شپه لس خواوشا لس بجې الوتکې دبيړني وضعيت اشاره ورکړې وه، دالوتکې برقي نظام کې نقص پيدا شوى و.

ټاکل شوې وه دبرازيلين فټبال لوبغاړو به ميډيلن کې ددغه ځايې دډلې په ضد دشورو په ورځ ميچ لوبولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG