لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 جنرال قمرجاوید باجوه د پوځ سرلښکر جوړ شو


جنرال قمر جاويد باجوه د پوځ ۱۶م سرلښکر شو.
جنرال قمر جاويد باجوه د پوځ ۱۶م سرلښکر شو.

د پاکستان د ځمکني پوځ نوی مشر جنرال قمرجاوید باجوه په رسمي ډول د پوځ سرلښکر جوړ شو او کمان يې سمبال کړو.

پوځي مرکز (جي اېچ کیو) راولپنډې کې نن د نهې/سه شنبې په ورځ راجوړه یوه دستوره کې جنرال راحیل شریف نوي پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ته د مشرۍ سټک (ډنډه) وسپارله.

راجوړې دستورې ته په وینا کې جنرال راحیل شریف وویل، ویاړي چې د پاکستان په پوځ کې يې پیشه وارانه دنده ترسره کړه. هغه وویل د پاکستان د امنیت دپاره یې پوځ پوره قوت کارولی چې پکې ورته د قوم ملاتړ ترلاسه ؤ.

نوموړي وویل که په کراچۍ او بلوچستان کې امن یا د ترهګرۍ په ضد ضرب عضب اپریشن کې لاس ته راوړنې یا د سي پېک ساتنه ده د پوځ رول پکې څرګند ښکاري، هغه د سیاسي حکومت او ميډیا د کردار هم ستاینه وکړه.

نوموړي وويل د سیمې امنیت کړکېچن دی او ملک ته ورپېښ ګواښونه لا ختم نه دي.

جنرال راحیل وویل (( ټول قوم او ادارې دې په ګډه د حالاتو مخنیوی وکړي او د بهرنو چېلنجونو ترڅنګ دې په ځانګړي ډول منځنۍ کمزورۍ جرمونه ، فساد او انتهاپسندي د جرړو اوباسي، او د دې کار دپاره په ملي تګ لاره عمل لازمي دی)).

نوموړي په کشمیر کې د روانو حالاتو او لائن اف کنټرول یادګېرنه وکړه او هند ته په مخاطب کېدو سره یې وویل (( زمونږ د صبر پالیسي کمزوري ګڼل به خپله د (هند) دپاره خطرناکه وګرځي)).

هغه وویل په سویلي ایشیا کې تل پاتې امن او پرمختک د کشمير د مسلې د حل نه بغېر ممکن نه دی.

جنرال راحیل شریف وویل، مونږ د افغانستان د تل پاتې امن دپاره په اخلاص او سنجیده ډول کردار ادا کړی، او زیاته يې کړه د سیمې د امن دپاره لازمي ده چې دا مسله د سیاسي روغې جوړې د لارې هواره کړی شي. هغه وویل په دغه لړ کې د پاکستان کردار بهر دنیا ستایلی دی.

د جنرال راحیل د پوځ د سرلښکر په توګه درې کلنۍ دنده سرته ورسېده، نوموړی د کال ۲۰۱۳م د نومبر د میاشتې په ۲۹ د پوځ سرلښکر جوړ شوی ؤ.

د پوځ نوی سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه

جنرال قمر جاويد باجوه چې د پوځ ۱۶م سرلښکر شو، هغه له دې وړاندې دپوځ مرکزي دفتر جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دانسپکټر جنرال ټريننګ اينډ ايلوايشن په څوکۍ دنده ترسره کوله.

هغه دلسم کور دکمانډر په څوکۍ درې ځله پاتې شوى او تعلق يې د انفنټري بلوڅ رجمنټ سره دى،هغه د ۲۲م پي ايم اى لانګ کورس فارغ التحصيل دى.

څيړونکي وايي د پوځ نوي مشر ته به ګڼ چيلنجونه ورپيښ وي چې پکې د پاکستان او هند ترمينځ په ويشونکې کرښه ( لاين اف کنټرول) او دترهه ګرۍ په ضد د جګړې ترڅنګ امريکايي انتظاميې سره اړيکې هم يو چيلنج کېدى شي.

د ګل/دوشنبې په ورځ جنرال زبېرمحمودحیات د چيئرمېن جوائنټ چیفس آف سټاف (ګډو ځواکونو مشر) په توګه چوکۍ سمبال کړې وه، او جوائنټ سټاف هېډکوارټر کې یوه دستوره کې جنرال راشد محمود ښاغلي جنرال زبېر محمود حیات ته واک سپارلی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG