لاس رسیدونکی لینک

بنو: د امن لښکر ځايي مشر وژل شوی


اېف ار بنو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت ځايي مشران په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

اېف ار بنو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت ځايي مشران په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا جنوبي سیمې بنو سره جوختې پرتې نیمې قبایلي علاقې اېف ار بنو کې نامالومو وسله والو د امن لښکر ځايي مشر په ډزو وژلی دی.

د چارواکو په وینا دغه پېښه تېر ماښام په جاني خېل علاقه کې رامنځته شوې ده او وسله والو ملک شاور ګل وزیر د کور مخې ته په هدف کړی دی.

چارواکو ویلي وسله وال په ملک پسې په موټر کې راغلي او ډزې يې پرې کړي او هغه ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړی او وسله وال د موقعې څخه په تېښه کې بریالي شوي دي.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې.

ملک شاورګل وزیر ځایي مشراو د سیمې خلکو ستونزې به یې د پولیټکل انتظاميې مخې ته اېښودې او ځايي امن لښکر کې مهم رول لوبوؤ.

د وژل شوي ملک د کورنۍ سرچینو ویلي د هغه د چا سره شخصي دښمني نه وه.

څلور ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې هم ځايي مشر ملک صاحب ګل وزیر هم نامالومو وسله والو په هدف کړی ؤ.

نیمه قبايلي علاقه د شمالي وزیرستان په پوله پرته علاقه ده او په دغه علاقه کې د شمالي وزیرستان کډوال مېشت دي، اېف ار بنو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت ځايي مشران په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG