لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د تشدد په پېښو کې یو احمدي او یو پولیس افسروژل شوي


په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې راهسې رېنجرز او پولیس په ګډه د شرخوښو او وران کارو په ضد هدفي عملیات کوي.
په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې راهسې رېنجرز او پولیس په ګډه د شرخوښو او وران کارو په ضد هدفي عملیات کوي.

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د تشدد په تازه پېښو کې د احمدي ډلې یو غړی او د ټریفک پولیس یو افسر د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.

د کراچۍ ښار د سچل تهاڼې د پولیسو په وینا په ګلزارهجري علاقه کې د احمدي ډلې سره تعلق لرونکی تن د اتوار په ماښام نامالومو وسله والو په نخښه کړی دی.

د احمدي ډلې ویاند سلیم الدین پخلی کړی چې ۵۵ کلن شېخ ساجد محمود باندې نامالومو موټر سائیکل سورو وسله والو په ګلزارهجري کالونۍ کې د کور نه بهر ډزې کړي او د ژوبلېدو وروستو یې روغتون ته په لار ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سلیم الدین په وینا په تېرو څو میاشتو کې دا درېم احمدي دی چې په ګلزار هجري سیمه کې ووژل شو.

د احمدي د وژنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرجهنګوي العالمي قبوله کړې ده.

د ډزو بله پېښه د ښار په ګلستان جوهر سیمه کې رامنځته شوې او د نامالومو وسله والو په ډزو کې د ټریفک پولیس یو افسر ډي اېس پي فېض علي شګري وژل شوی او هغه سره بل پولیس ژوبل شوی دی.

د پولیس افسر د وژنې په اړه د صوبې د پولیس مشر ای ډي خواجه رسنیو سره خبرو کې وویل هغه د يو ډز لګېدو نه مړ شوی دی.

نوموړي وویل د پوسټ مارټم یا طبي څيړنې د راپور وروستو به پوره تفصیل معلوم شي او د پېښې د ځای نه د کارتوسو ۱۳تشې توقې ترلاسه شوي دي.

د پولیس افسر د وژنې زمه واري د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار منلې ده.

د دغه پېښې وروستو په یونیورسټې روډ باندې د ټریفک پولیس د یو بل افسر ډي اېس پي ظفر حسېن په ګاډي ډزې شوي ولې پېښه کې پولیس افسر روغ پاتې شوی دی.

د پولیس مشر ای ډي خواجه ترمخه کراچۍ کې اوس هم وسله وال شتون لري، او په دغه ډول پېښو کې ککړه یوه ډله له دې وړاندې نیول شوې او دا اوس یو بل ګروپ جوړ شوی پولیس باندې بریدونه کوي او د وړاندې په رنګ به دا هم ډېره زر ونیول شي.

نوموړي وویل وسله وال هغه پولیس افسران په نخښه کوي کوم چې په اسانه هدف جوړيږي.

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم پولیس او د قانون نافذؤنکو ادارو غړي په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي، ولې پولیس چارواکي ادعا کوي چې په ښار کې د روانو هدفي عملیاتوسره نه یواځې د وژنو د پېښو لړۍ کمه شوې بلکې نور جرمونه هم قابو کړی شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې راهسې رېنجرز او پولیس په ګډه د شرخوښو او وران کارو په ضد هدفي عملیات کوي.

د پاکستان حکومت نزدې لس ورځې وړاندې لشکرجهنګوي العالمي او جماعت الاحرار ډلې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG