لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د دوه مشکوک وسله والو په ګډون څلور کسان وژل شوي


یوه پېښه کې د شخصي کمپنۍ دوه ساتونکي او بله پېښه کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
یوه پېښه کې د شخصي کمپنۍ دوه ساتونکي او بله پېښه کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبه کې په یو وسله وال برید کې د یوې شخصي کمپنۍ دوه ساتونکي او امنیتي ځواکونو سره يوه نښته کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا د ګوادر ضلعې د پسني په کلانچ علاقه کې وسله والو د چین یوې شخصي کمپنۍ ساتونکو باندې ډزې شوي او دوه ساتونکي يې پکې وژل شوي دي.

د راپورونه ترمخه د چين کمپني په سیمه کې د تیلو او ګېس په لټون کار کوي او دغه کسان د دوي په ساتنه مامور وو چې په وسله وال برید کې ووژل شو.

بلوڅ بېلتون پاله (بلوچ لبرېشن فرنټ) نومې ډلې د دغه برید زمه واري قبوله کړې ده.

بله پېښه د بلوچستان په مستونګ ضلع کې رامنځته شوې او امنیتي ځواکونو د وسله والو سره په نښته کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي او یو نیول شوی دی.

چارواکو ویلي د مستونګ په کانک علاقه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته په داسې مهال شوې چې په سیمه کې ځواکونو د وسله والو د موجودګۍ په خبر عملیات کول.

د چارواکو په وینا نښته کې د وژل شوؤ وسله والو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرجهنګوي سره دی او نیول شوی تن په کويټه او مستونګ کې هدفي وژنو کې ککړ ؤ.

ناقراره بلوچستان صوبه کې دغه دواړه پېښې د شنبې په ورځ رامنځته شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG