لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندايجنسي : دايف سي په کيمپ بريد،٢ عسکر او څلور جنګيالي مړه


 دپاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه يو بيان کې ويلي دي چې امنيتي ځواکونو دغلنۍ دبريد په کلکه ځواب ورکړى او څلور ځانمرګي بريدکوونکي يې وژلي دي.
دپاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه يو بيان کې ويلي دي چې امنيتي ځواکونو دغلنۍ دبريد په کلکه ځواب ورکړى او څلور ځانمرګي بريدکوونکي يې وژلي دي.

دمهمندايجنسۍ هيډکوارټر غلنۍ کې دمهمند رايفلز په کيمپ دترهه ګرو لخوا شوي بريد کې دوه عسکر وژل شوي او ځوابي عملياتو کې څلور جنګيالي هم وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه يو بيان کې ويلي دي چې امنيتي ځواکونو دغلنۍ دبريد په کلکه ځواب ورکړى او څلور ځانمرګي بريدکوونکي يې وژلي دي.

دپوځ وياند دغه بريد کې ددوؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى هم کړى دى،دبريد څخه وروستو سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړى شوي او سيمه کې جزوي کرفيو يا ګرځ بنديز هم پځايې کړى شوى دى.

دپاکستاني پوځ لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه امنيتي ځواکونو مهمندايجنسۍ کې په غلنۍ کيمپ ديو ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.

بيان کې ويل شوي دي څلور ځانمرګيان چې په درنو وسلو سمبال وو دغلنۍ کيمپ او دابادۍ هاغه جومات ته دداخليدو هڅه کړې چې پکې په ګڼ شمير کې ريکروټان موجود وؤ، بيان کې ويل شوي دي ځانمرګي واسکټ اغوستو ترهه ګرو دډزو کولو په ترڅ کې جوماته دداخليدو هڅه کړې خو هغوي امنيتي ځواکونو دجومات په بهرني ځايې کې محاصره کړل او ټول ووژل شوي.

بيان کې ويل شوي دي چې دوو ترهه ګرو ځانونه الوځولي او دوه په ډزو سره وژل شويدي.

ترهه ګرو سره ډزو کې دڅوارلسو عسکرو دژوبل کيدو پخلى شوى دى.

ددغه بريد ذمه واري تندروه ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې ده.

له دې وړاندې هم دپاکستان قبايلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو دغه رقم خونړي بريدونه ترسره شوي چې پکې په لسګونو عسکر، دامن لښکرو مشران او غړي او عام خلک وژل شوي دي.

په ډاګه دې وي چې تيره ورځ هم دمهمندايجنسۍ دصافو تحصيل په ګړهۍ قندهارو نومې سيمه کې امنيتي ځواکونو سره يوه نښته کې ددريوو جنګيالو دوژل کيدو دعوه شوې اؤ ددې ترڅنګ دصافو تحصيل په علينګار سيمه کې يوه بمي چاودنه شوې وه چې پکې داعجاز په نوم دخاصه دار ځواک يو عسکر ژوبل شوى ؤ.

دپاکستان پوځ او حکومت دعوه لرله چې شمالي وزيرستان کې يې دضرب عضب عملياتو په مهال دترهه ګرو ملا ماته کړې خو دسږکال دپيل څخه خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې يوځل بيا ترهه ګريزو بريدونو، بمي چاودنو او دتشدد پېښو کې اضافه راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG