لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې پوليس عسکر وژل شوى،مهمندو کې سکول تباه


 دپوليسو وينا ده چې دسي ټي ډي سپاهي طاهر خان او يو افسر( اى ايس ايي) فضل اکبر دډيوټۍ ادا کولو څخه وروستو په راروان وؤ چې ادينه کلي کې پرې په موټر سايکل ناستو وسله والو ناتاره ډزې پيل کړې.
دپوليسو وينا ده چې دسي ټي ډي سپاهي طاهر خان او يو افسر( اى ايس ايي) فضل اکبر دډيوټۍ ادا کولو څخه وروستو په راروان وؤ چې ادينه کلي کې پرې په موټر سايکل ناستو وسله والو ناتاره ډزې پيل کړې.

دخېبرپښتونخوا صوابۍ سيمه کې دوسله والو يو بريد کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې يو عسکر وژل شوى او يو پوليس افسر ژوبل شوى دى.

دپوليسو وينا ده چې دسي ټي ډي سپاهي طاهر خان او يو افسر( اى ايس ايي) فضل اکبر دډيوټۍ ادا کولو څخه وروستو په راروان وؤ چې ادينه کلي کې پرې په موټر سايکل ناستو وسله والو ناتاره ډزې پيل کړې.

دپوليسو ترمخه دغو ډزو کې سپاهي طاهر خان په موقع ساه ورکړې او ژوبل شوى ايي ايس ايي دعلاج لپاره پېښور ته رسول شوى دى.

دپېښې وروستو پوليسو سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي شوي دي.

دتيرو څو مياشتو راهسې دخېبرپښتونخوا صوابۍ سيمه کې دپوليسو او ترهه ګرو ترمينځ دنښتو خبرونه په دمې دمې سره ترلاسه کيږي.

له دې وړاندې دصوابۍ ټوپۍ تحصصيل په مينه سيمه کې دپوليسو او وسله والو جنګيالو ترمينځ دروانې مياشتې په پيل کې يوه نښته شوې وه چې پکې دوه ترهه ګر او يو پوليس وژل شوي وؤ.

بل لوري ته دسرچينو وينا ده چې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې مهمندايجنسۍ کوزچمرکنډ سيمه کې تندلارو يوسرکاري پرايمري سکول ملک بشير په چاوديدونکو موادو سره تباه کړى دى.

له دې وړاندې هم دپاکستان خېبرپښتونخوا ايالت او قبايلي سيمو کې دترهه ګرو لخوا سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي چې پکې زياتره دجينکو سکولونه شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG