لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي : بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي


دچارواکو وينا دغه چاودنه دزيارت په سحر شوې او هدف يې يوه حکومتي وداني وه.
دچارواکو وينا دغه چاودنه دزيارت په سحر شوې او هدف يې يوه حکومتي وداني وه.

ترکي کې دچارواکو وينا ده دهيواد جنوبي ښار ادانا کې ترسره شوې يوه موټري بم چاودنه کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي.

دچارواکو وينا دغه چاودنه دزيارت په سحر شوې او هدف يې يوه حکومتي وداني وه.

د ادانا صوبې دګورنر محمود ديمريتس سرکاري خبري ادارې ته ويلي چې دغه بريد دهغه ددفتر دداخلي لارې سره نزدې پارکنګ ايريا کې شوې.

هغه ويلي دي فکر کوي دغه چاودنه يوې ښځې کړې خو دا سپيناوى يې نه دى کړى چې ايا دغه يو ځانمرګي بريد ؤ که نه.

دزيارت په ورځ ترسره شوى دغه بريد ترکي کې دتيريوکال په مهال دترسره کيدونکو خونړو بريدونو دلړۍ تازه کړۍ ده، ددغه بريد ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې، خو له دې وړاندې دغه رقم بريدونو کې کرد تندلاري او دتندروه ډلې داعش جنګيالي ککړ پاتې شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG