لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيواله ورورولي دې په ايل او سي تاوتريخوالى راکم کړي،پاکستان

 غونډه کې دپاکستان دخفيه ادارې ايي ايس ايي مشر جنرال رضوان اختر، دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز، دوزيراعظم مشاور طارق فاطمي، دملي امنيت صلاح کار ناصر جنجوعه، خارجه سکتر اعزاز چوهدري او نورو چارواکو ګډون کړى دى.

دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ پلازمينه اسلام اباد کې دلوړې کچې يوه غونډه کې نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه شوې ده چې دپاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ين اف کنټرول) دروان تاوتريخوالي راکمولو کې دې کردار ادا کړي.

غونډه کې دپاکستان دخفيه ادارې ايي ايس ايي مشر جنرال رضوان اختر، دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز، دوزيراعظم مشاور طارق فاطمي، دملي امنيت صلاح کار ناصر جنجوعه، خارجه سکتر اعزاز چوهدري او نورو چارواکو ګډون کړى دى.

دې لړ کې دپاکستاني وزيراعظم ددفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم نوازشريف ويلي دي " دولسي وګړو او په ځانګړې توګه دزنانه ؤ او ماشومانو قصداً په نخښه کول نه شو زغملى"

دپاکستاني پوځ ترمخه تيره ورځ لا ين اف کنټرول سره نزدې دهندي پوځ په ډزو درې پوځيان او اووه ولسي وګړي وژل شوي او يوولس نور ژوبل شوي وؤ.

دهند ي پوځ لخوا دې لړ کې تراوسه کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى.

دنهې په ورځ دهندي پوځ لخوا په پاکستاني پوځ نيلم درې سره نزدې دهندي کشمير مچل سيکتر کې ددريوو هندي پوځيانو دوژلو څخه وروستو دهغوي دمړو دمسخ کولو تور لګول شوى ؤ

خو پاکستاني پوځ دغه تور رد کړى دى.

دستمبر مياشت کې دهند تر انتظام لاندې کشمير په اړي سيمه کې دهندي پوځ په مرکز دوسله والو بريد کې د١٨و هندي پوځيانو دوژل کيدو دپېښې څخه وروستو دګاونډي رقيبو هيوادونو پاکستان او هند ترمينځ اړيکې تاؤژنې شوي او دواړه خواوې په يو بل داوربند دتړون دخلاف ورزۍ تورونه لګوي.

دپاکستان او هند ترمينځ کال ٢٠١٣م کې داوربند تړون ترسره شوى .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG