لاس رسیدونکی لینک

بندېزونو غځولو ته به ځواب ورکوؤ، ایران


آیت الله خامنه اي ویلي بندېزونه غځول به د ایران او د نړۍ د شپږو قوتونو ترمنځ تېر کال د شوي جوهري تړون سرغړونه وي.

آیت الله خامنه اي ویلي بندېزونه غځول به د ایران او د نړۍ د شپږو قوتونو ترمنځ تېر کال د شوي جوهري تړون سرغړونه وي.

ایران خبرداری ورکړی که چرته امریکا پرې د ۲۰ کالو راهسې لګېدلي اقتصادي بندېزونه نور وغځول نو ایران به یې بدل اخلي.

د شورو/چهارشنبې په ورځ ټیلي ویژن باندې وینا کې د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي خبرداری ورکړی که چرته امریکا داسې ډول ګام پورته کړو نو خبر دې وي چې ایران به پرې غلی پاتې نه شي. ولې نوموړي دا نه دي ویلي چې د ایران ځواب به څه وي.

هغه ویلي بندېزونه غځول به د ایران او د نړۍ د شپږو قوتونو ترمنځ تېر کال د شوي جوهري تړون سرغړونه وي.

په کال ۱۹۹۶م کې د هغه وخت د امریکا صدر بل کلنټن په حکومت کې امریکا په ایران باندې د مشکوک جوهري پروګرام په سر اقتصادي بندېزونه لګولي د کوم موده چې روان کال سر ته رسي.

ولې تېره اوونۍ د امریکا د استازو اېوان په متفقه توګه د دغو بندېزونو نورو ۱۰ کالو پورې د غځولو منظوري ورکړې او ایران پرې سخت خفګان څرګند کړی دی.

د بندېزونو غځولو دپاره ضروري ده چې د امریکا سينیټ یې منظوري ورکړي، او د هغې وروستو به د قانون نافذ کېدو دپاره د صدر اوباما لاسلیک کولو ته اړتیا لري.

د صدر اوباما په دور کې چې د ایران سره د امریکا او شپږو نورو نړیوالو قوتونو کوم تړون شوی د هغې په نتیجه کې ایران د جوهري وسلو تیارولو صلاحت تر ډېر ه حده ختم کړی دی.

د دغه تړون په بدل کې ایران باندې لګېدلي اقتصادي بندېزونه سلسله وار اوچتولی شي ولې د امریکا په کانګرس کې دواړو غټو ډلو ریپبلکن او ډیموکريټک غړو ویلي د ډونلډ ټرمپ په وخت کې به د ایران په اړوند دریز نور سخت خپل کړي.

ډونلډ ټرمپ خپل صدارتي کمپاین کې ایران سره په جوهري تړون نیوکې کولې ولې د ټاکنو ګټلو وروستو هغه یا د هغه کوم مشاور تراوسه پورې په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

آیت الله خامنه اي ویلي د ډونلډټرمپ د حکومت به ایران سره څه رویه وي، دا خبره کول د وخت نه وړاندې دي.

XS
SM
MD
LG