لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:دعيسايي ښځې او خاوند سوزونکو پينځوو کسانو ته دمرګ سزا


 دعدالتي پريکړې ترمخه پينځه کسان حافظ اشتياق، محمد حنيف، عرفان شکور، رياض او مهدي خان دعيسايي ښځې او خاوند دوژلو نيغ په نيغه مجرمان ګرځول شوي
دعدالتي پريکړې ترمخه پينځه کسان حافظ اشتياق، محمد حنيف، عرفان شکور، رياض او مهدي خان دعيسايي ښځې او خاوند دوژلو نيغ په نيغه مجرمان ګرځول شوي

دپاکستان دپنجاب ايالت سرښار لاهور کې دترهه ګرۍ دمخنيوي يوې ځانګړې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور دعيسايي ښځې او خاوند دښختو په يوه بټۍ کې سوزونکو پينځوو کسانو ته دمرګ او نهو ته ددوؤ، دوؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.

دعدالتي پريکړې ترمخه پينځه کسان حافظ اشتياق، محمد حنيف، عرفان شکور، رياض او مهدي خان دعيسايي ښځې او خاوند دوژلو نيغ په نيغه مجرمان ګرځول شوي او ورته دوه،دوه ځله دمرګ دسزا ورکولو امر شوى او ددې ترڅنګ محمد حسين، نويد اسلم، ارسلان،لطيف، عارف بشير، منيراحمد، محمد رمضان، محمدعرفان اؤ حافظ شاهد ته ددوؤ، دوؤ کلونو دبند سزا اورول شوې ده.

په ډاګه دې وي چې دکال ٢٠١٤ دنومبر مياشت کې دپنجاب دلاهور په رادهاکشن سيمه کې يوه عيسايي ښځه شمعه او دهغې خاوندشهزاد دقران پاک دسپکاوي په تور دښختو په هاغه بهټۍ کې سوځول شوي وو چې هغوي به پکې کار کولو.

په پاکستان کې دمذهب سپکاوى زياته حساسه معامله ده چې په دغه ملک صرف کې دمذهب دسپکاوي په تورونو لگولو هم په زرگونو خلک راپاڅي اؤ هغوي قانون پخپلو لاسونو کې اخلي اؤ دمذهب په سپکاوي تورنو خلکو ته پخپله سزاگانې ورکوي.

په دغه ملک کې په يوې بلې عيسائي ميرمن عاصيه بي بي هم خلکو دمذهب دسپکاوي تور لگولى ؤ اؤ هغې ته دمرگ سزا اورول شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG