لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پولیو ضد کمپاین پېل شوی


پاکستان کې روان کال ۱۸ ماشومان د پوليو ښکار شوي دي،
پاکستان کې روان کال ۱۸ ماشومان د پوليو ښکار شوي دي،

د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه او قبایلي سیمو کې نن د شورو/ چهارشنبې د ورځې نه د پولیو ضد کمپاین پېل شوی دی. د پولیو ضد دغه کمپاین به په خېبرپښتونخوا کې درې او قبايلي سیمو کې تر اووه ورځو پورې روان وي.

د پولیو اېمرجنسي اپريشن سنټر ترمخه په دغو درېو ورځو کې به خېبرپښتونخوا کې ۵۴ لاک ۴۳ زره ۷۴۱ او قبایلي سیمو کې لس لاکه ۲۲ زره ۶۶۵ ماشومانو ته د پولیو د ناروغۍ په ضد څاڅکي ورکولی شي.

د پولیو د کمپاین د چارواکو په وینا ، د څاڅکو ورکوونکو ډلو د امنیت ساتلو دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.

د چارواکو په وینا پېښور او خېبر ایجنسۍ کې د پوليو ټیمونو د ساتنې دپاره ځانګړي اقدامات شوي دي.

قبایلي سیمو او خېبرپښتونخوا په بیلابیلو علاقو ترڅنګ د ملک په نورو برخو کې له دې وړاندې د پولیو په کارمندانو وژونکي بریدونه شوي دي.

پاکستان کې روان کال ۱۸ ماشومان د پوليو ښکار شوي دي، په دوي کې اته په خېبرپښتونخوا، اووه په سندهـ، دوه په قبایلي سیمو او یوه پېښه په بلوچستان کې مخې ته راغلې ده.

تېر کال پاکستان کې ۵۴ ماشومان د پوليو ښکار شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG