لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندايجنسۍ کې ددريوو ترهه ګرو دوژلو دعوه


 دامنيتي سرچينو وينا ده چې دفرنټيرکور(ايف سي) ځواکونو لخوا دمهمندايجنسۍ دصافي تحصيل په ګړهۍ قندهارو نومې سيمه کې دخفيه اطلاع په اساس عمليات شوي چې پکې درې جنګيالي وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو وينا ده چې دفرنټيرکور(ايف سي) ځواکونو لخوا دمهمندايجنسۍ دصافي تحصيل په ګړهۍ قندهارو نومې سيمه کې دخفيه اطلاع په اساس عمليات شوي چې پکې درې جنګيالي وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبايلي سيمه مهمندايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو سره يوه نښته کې درې ترهه ګر وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده چې دفرنټيرکور(ايف سي) ځواکونو لخوا دمهمندايجنسۍ دصافي تحصيل په ګړهۍ قندهارو نومې سيمه کې دخفيه اطلاع په اساس عمليات شوي چې پکې درې جنګيالي وژل شوي دي.

سرچينې زياتوي بيګاه دشپې په تياره کې امنيتي ځواکونو سيمه کې ګزمه کوله چې په دغه مهال مهال دترهه ګرو سره مخامخ شول او ددواړو خواو ترمينځ نښته وشوه.

سرچينې دا هم وايي چې دوژل شوؤ ترهه ګرو څخه وسله اؤ بارودي مواد هم قبضه کې اخستل شوي دي.

دپوليټيکل ايجنټ دمرستيال وينا ده چې صافو تحصيل کې به دترهه ګرو په ضد راتلونکي کې هم ګامونه اخستل کيږي.

سيمې پورې ازاده ميډيا رسد نه لري چې له دې امله په ازادانه توګه ددغه نښتې او پکې درامينځته شوې مرګ ژوبلې پخلى په ازادانه توګه نه شي کيدى.

بلخوا دمهمندايجنسۍ دصافي تحصيل په علينګار سيمه کې يوه بمي چاودنه شوې ده چې پکې داعجاز په نوم دخاصه دار ځواک يو عسکر ژوبل شوى او دعلاج لپاره دباجوړايجنسۍ دخار روغتون ته وړل شويدى.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې دمخه هم دصافو تحصيل کې وسله والو جنګيالو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړى و چې پکې دوه عسکر وژل شوي وؤ.

همدغه راز تيره اوونۍ هم صافو تحصيل کې يوه بمي چاودنه شوې وه چې پکې دامن لښکر يو غړى وژل شوى و.

خواوشا دوه مياشتې دمخه دمومندايجنسۍ امبار تحصيل کې دجمعې نمونځ کې ديو ځانمرګي بريد له امله لږ ترلږه ٣٨ کسان وژل شوي او خواوشا ٥٠ نور ژوبل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG