لاس رسیدونکی لینک

کابل : د شيعه مسلمانانو په جومات د برید زمه واري داعش منلې


کابل کې په باقرالعلوم نومې جومات کې د شیعه مسلمانانو یو مجلس روان ؤ او هم په دغه مهال پکې ځانمرګي ځان الوزولی دی.

کابل کې په باقرالعلوم نومې جومات کې د شیعه مسلمانانو یو مجلس روان ؤ او هم په دغه مهال پکې ځانمرګي ځان الوزولی دی.

د افغانستان پلازمينه کابل کې د ګل په غرمه د شيعه مسلمانانو په يو جومات ترسره شوي ځانمرګي بريد کې چې لږ ترلږه ۳۲ کسان وژل شوي او د ۸۰ څخه ژوبل شوي، د دغه برید زمه واري داعش ډلې منلې ده.

کابل کې په باقرالعلوم نومې جومات کې د شیعه مسلمانانو یو مجلس روان ؤ او هم په دغه مهال پکې ځانمرګي ځان الوزولی دی.

د کابل د جرمونو د پلټونکې ادارې مشر جنرال فریدون عبېدي خبریالانو ته ویلي برید کې ټول عام ملکي وګړي وژل شوي دي.

داعش ډلې په یو تفصیلي بیان کې د دغه برید زمه واري قبوله کړې ده.

د افغانستان صدر اشرف غني دغه برید غندی او نه بخښونکی عمل يې بللی دی، نوموړي ویلي دښمن د دغه لارې افغانستانستان په قومونو ویشل غواړي.

اجرائي رئيس عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی، جنګي جرم او د اسلام پرضد يې ګرځولی دی.

طالبانو په یو بیان کې چې رسنیو ته يې لېږلی ویلي يې دي په دغه برید کې لاس نه لري.

امریکا په جومات کې شوی برید غندلی بې معنی او بزدلانه عمل يې ورته ویلي او پېښه کې د قربان شوؤ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي مشر پرنیلي کارډل ویلي د عبادت په ځاې دغه ویرونکی برید ظلم دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل دا وحشي برید ګرځولی او د افغان چارواکو نه يې غوښتي چې د دغه جرم پلټنې وکړي او پکې ککړ خلک د قانون منګولو ته راولي.

لندن کې د بشري حقونو یو سازمان شیعه مسلمانانو ته د تحفظ ورکولو او د دغه ډول بریدونو نه د ژغورنې غوښتنه يې کړې ده.

داعش له دې وړاندې هم په افغانستان کې په شیعه مسلمانانو بریدونه کړي دي.

د اکتوبر په میاشت کې د داعش د دوه وسله والو په کابل کې یو مزار باندې برید کې ډزو شيعه مسلمانان په نخښه کړي او ۱۹ تنه یې وژلي وو.

داعش ډلې د روان کال د جولايۍ په میاشت کې یو مظاهره باندې برید کړی چې پکې د ۸۰ نه زیات کسان وژل شوي چې پکې د زیاترو تعلق د شیعه هزاره ورورلۍ سره وو.

XS
SM
MD
LG