لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په درې کاله کې دوه نیم لاکه پاکستاني د بهر ملکونو نه ویستی شوي، راپور


د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه بېرته رالېږونکې پاکستانيانو کې زياتره د کاروبار يا نوکرۍ دپاره دغه هېوادونو ته تلي ؤ.
د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه بېرته رالېږونکې پاکستانيانو کې زياتره د کاروبار يا نوکرۍ دپاره دغه هېوادونو ته تلي ؤ.

د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې درې کاله موده کې د بېلابیلو ملکونو نه دوه نیم لاکه پاکستانیان ویستل شوي او بیرته پاکستان ته رالېږل شوي دي.

د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي لخوا دغه راپور سرکاري خبري ادارې ای پي پي خپور کړی دی.

د لېبر مائیګرېشن فرام پاکستان ۲۰۱۵م سټېټس راپور کې ویل شوي چې د اېف ائي ای لخوا د ورکړی شوې شمېرې ترمخه د کال ۲۰۱۲م نه تر کال ۲۰۱۵م پورې درې کاله موده کې دوه لاکه ۴۲ زره او ۸۱۷ پاکستاني د بهرنو ملکونو نه ویستل شوي دي.

په دغه شمېره کې تر ټولو زیات په ۲۰۱۴م کې بهر کړی شوي دي.

په دغو ملکونو کې سعودي عرب تر ټولو زیات یو لاک ۳۱ زره ۶۴۳، متحده عرب اماراتو ۳۲زره ۴۵۸، ایران ۲۸ زره ۶۸۴،عمان ۱۷زره ۲۴۸، یونان ۱۴ زره ۱۴۵، برطانیه ۹ زره ۷۷۸ او ملایشیا ۸ زره ۸۶۱ تنه بهر کړي او بیرته پاکستان ته راغلي دي.

د راپور ترمخه د کال ۲۰۰۷م نه جون ۲۰۱۵م پورې بیلابیلو ملکونو پینځه لاکه ۱۳ زره ۲۳۱ پاکستاني ویستلي دي، دا شمېره د انساني قاچاق د کاروبار سېوا کېدو عکاسي کوي.

د ملګرو ملتونو د ډرګس اېنډکرايم (د نشئي توکو او جرمونو) د څانګې د يو راپور ترمخه د ضروري اسنادو د نه لرلو په وجه په بېرته رالېرونکې پاکستانيانو کې د زياتره تعلق د پنجاب او په خصوصي توګه د ګجرات، ګجرانواله، منډي بهاؤالدين، ډېره غازي خان، ملتان او سيالکوټ سيمو سره دی.

د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه بېرته رالېږونکې پاکستانيانو کې زياتره د کاروبار يا نوکرۍ دپاره دغه هېوادونو ته تلي ؤ.

د ايران نه رالېږونکې زياتره هغه خلک وو چې يونان ته د تلو دپاره دغه هېواد ته تلي وو.

په راپور کې ادعا شوې چې د خليج تعاون کونسل د غړو هېوادونو نه ویستل شوي زياتره خلک د امنيت له کبله رالېږل شوي دي.

د ۲۰۰۵۔۰۶م نه تر ۲۰۱۴۔۱۵م په موده کې لږ تر لږه ۹ لاکه ۳۲ زره او ۵۱ په بهر ملک کې مېشت وګړي د مکمل قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله په بيلا بيلو هېوادونو کې ګېر وو څوک چې وروستو بيا راولېږل شو.

تر ټولو زيات ۸لاکه ۸۲ زره ۸۸۷ پاکستان د جدې نه او ۴۲۰۰ د قطر نه بېرته رالېږل شوي وو.

په دې موده کې ۱۴۶۲۸ پاکستانيان د بيلا بيلو هېوادونو په جېلونو کې قېد وو او د قونصل خانې د چارواکو ترڅنګ د هغه ځای مرستندويه ادارو د دغه بهر وطن ته تلو وګړو د ځايونو ۴۲۰۰ وارې دورې کړې وې.

د څارنې دپاره تر ټولو زياتې دورې د متحده عرب امارات د دوبۍ رياست شوې وې چې شمېر يې ۱۸۶۳ ښودل کېږي، د دې ترڅنګ د کوېت ۶۵۲، د منامه ۴۹۶ او د سېؤل ۴۰۰ دورې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG