لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: د اورګاډي پېښه کې ۹۱ کسان مړه


په هند کې دغه ډول پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي اوعلت يې د اورګاډي پخوانی نظام او د ډرائیورانو لاپرواهي ګرځولی شي.
په هند کې دغه ډول پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي اوعلت يې د اورګاډي پخوانی نظام او د ډرائیورانو لاپرواهي ګرځولی شي.

هند کې نن د اتوار /یک شنبې په ورځ د مسافرو یو اورګاډی د پټړۍ نه غورځېدلی او په دغه پېښه کې لږترلږه ۹۱ کسان مړه او په درځنونو نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا د پټنا نه اندور ته تلونکی اورګاډی په کانپور کې د پېښې ښکار شوی او ۱۴ ډبې يې د پټړۍ نه غورځېدلې دي. پېښه کې ژوبل او مړي نزدې روغتونونو ته منتقل کړی شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي د پېښې په ترڅ کې ډبې په یو بل کې ننوتي چې له امله یې د ژوبلو خلکو په راویستو کې مشکلات رامخې ته ووځکه ډبې کټ کړی شوي او خلک ترې راویستل شوي دي.

راپورونه وايي د ژوبلو شمېره د ۱۰۰ نه سېوا ده او داسې اندېښنې څرګند کړی شوي چې د مړو شمېره زیاتېدی شي.

د هند رېلوی د نړۍ په غټو یادو رېلوی نیټ ورکس کې یاده ده او ویل کيږي هند کې د ورځې په سر نزدې دوه کروړه خلک په اورګاډو کې سفر کوي.

په هند کې دغه ډول پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي اوعلت يې د اورګاډي پخوانی نظام او د ډرائیورانو لاپرواهي ګرځولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG