لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د افغانستان په اړوند دوه غونډو کې ګډون کوي


د اسیا د زړه غونډه چې د افغانستان په اړه ده پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه غونډه کې به ګډون کوي .

د اسیا د زړه غونډه چې د افغانستان په اړه ده پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه غونډه کې به ګډون کوي .

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا ویلي پاکستان به د افغانستان په اړوند هند کې د اسیا د زړه (هارټ آف ایشیا) او بیا په ماسکو کې کېدونکې غونډه کې ګډون کوي.

اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ټه په وینا کې نفیس ذکریا د افغانستان په اړوند هند کې د اسیا د زړه په نوم غونډه کې د ګډون کولو په اړه وویل د افغانستان په حواله د پاکستان دریز په ډاګه دی، هغه وویل پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره د هر اقدام ملاتړ کوي.

نفیس ذکریا وویل د افغانستان سره د پاکستان نزدې اړیکې دي او د اسیا د زړه غونډه چې د افغانستان په اړه ده پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه غونډه کې به ګډون کوي او د وزیراعظم د بهرنو امورو صلاح کار سرتاج وړاندې دا اعلان کړی دی.

د اسیا د زړه غونډه د دسمبر د میاشتې په درېمه او څلورمه نېټه د هند امرتسر کې ټاکل شوې ده.

نفیس ذکریا ویلي د افغانستان په اړوند راتلونکې میاشت ماسکو کې کېدونکې غونډه کې به پاکستان، روس او چین وویني.

نوموړي ویلي وزیراعظم نوازشریف د افغانستان اجرائي رئيس عبدالله عبدالله ته د پاکستان راتلو بلنه ورکړې ولې د هغې دپاره لا نېټه نه ده ټاکل شوې او ډېر زر به نېټه هم اعلان شي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل داسې یو شمېر راپورونه دي چې داعش په افغانستان کې ځان مظبوطوي ځکه په دغه هېواد کې د وړاندې نه طالبان موجود دي او دغه هېواد چې اوږدې مودې نه د بدامنۍ ښکار دی ځکه دغه رنګ ډلو ته هلته ځاې مېلاؤ دی.

هغه وویل پاکستان په افغانستان او سیمه کې د امنیت د هر ډول هڅې ملاتړ کوي ځکه چې د افغانستان د حالاتو په ټوله سیمه اغېزې کيږي.

XS
SM
MD
LG