لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپايي اتحاديې ته داوباما دکوټلي ملاتړ باور


ក្មេង​ប្រុស​ៗ​លោត​ទឹក​ទោះបីជា​រលក​ខ្ពស់​ក៏ដោយបន្ទាប់​ពី​មាន​ភ្លៀង​ធ្លាក់​ខ្លាំងនៅ​រដ្ឋធានីម៉ានីល​ប្រទេស​ហ្វីលីពីន។
ក្មេង​ប្រុស​ៗ​លោត​ទឹក​ទោះបីជា​រលក​ខ្ពស់​ក៏ដោយបន្ទាប់​ពី​មាន​ភ្លៀង​ធ្លាក់​ខ្លាំងនៅ​រដ្ឋធានីម៉ានីល​ប្រទេស​ហ្វីលីពីន។

دامريکا ولسمشر براک اوباما اروپا کې ايتلافيانو سره دليدنو لړۍ دوامداره ساتلې، هغوي ته يې دامريکا دکوټلي ملاتړ باور ورکړى او په هغوي يې ټينګار کړى چې دروس دې په کلکه مقابله وکړي. براک اوباما دجنورۍ مياشت کې دخپل صدارت موده پوره کوونکى دى.

هغه دخپلې څلور ورځنۍ دورې پيل ديونان څخه کړى، دکوم ځايې څخه چې اروپا کې دليويديز طرز دجمهوريت پيل شوى، اوباما خپل سفر جرمني کې پاې ته رسولى، دجرمني مشره انګلا مرخيل داروپا بااثره مشرانو کې شميرلى شي.

امريکايي مشر دجمعې په ورځ برلن څخه وطن ته دستنيدو څخه دمخه دپيرو په دوره روان شوى دى.

داروپا دسفر په مهال داوباما دايجنډې په سر کې دډونلډ ټرمپ دصدارت په مهال دبحراوقيانوس لړ کې ايتلافيانو ته پېښ غيريقيني وضعيت ؤ، چې علت يې دصدارتي ټاکنو په مهال دټرمپ لخوا دنيټو ، اروپايي اتحاديې او نورو ګن اړخيزه ادارو په اړه بيانونه وؤ.

برلن څخه دروانيدو څخه دمخه اوباما برطانيه، فرانس، جرمني، اتلي اؤ اسپين کې مشرانو سره دليدنو په مهال هم دغه باور تکرار کړى.

دسپينې ماڼۍ يو بيان کې اوباما ددې باور څرګندونه کړې چې دبدلون دې مهمه شيبه کې هم دتاريخ دکوم بل نظام برعکس، جمهوري اقدارو بشري خپلواکۍ ته ودې ورکولو او پرمختګ کې مهم کردار ادا کړى او راتلونکي کې به يې هم ګټې غوره وي.

په نزدې مرستې دوامداره ساتلو هغه دخپلو اروپايي سيالانو څخه مننه کړې او په هغوي يې ټينګار کړى چې دټرمپ انتظاميې سره دې هم د هاغو اصل اقدارو په بنياد کار وکړي کوم چې دامريکا او اروپا دخپلواکه جمهوريتونو پيژندګلو ده.

دجمعې په ورځ اوباما او نورو مشرانو په دې خبره اتفاق کړى چې دختيز يوکرين په شخړه به دروس په ضد بنديزونه دوامداره ساتلى شي، هغوي دروس څخه غوښتنه کې چې دمنسک دتړونونو پابندي دې وکړى شي او دامنيت ماحول دې برقراره وساتلى شي کوم چې ټاکنو لپاره سازګار وي.

هغوي په دې خبره هم اتفاق کړى چې دشام په شخړه به تاوتريخوالي کې کمي راوستو او سفارتي حل لپاره کار دوامداره ساتي، هغوي روس څخه غوښتنه کړې چې په حلب دې بمباري بنده کړي، چرته چې دهغوي په قول انساني وضعيت دسختې انديښنې وړ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG