لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترک ښوونکي خپل هيواد ته له ستنيدو ويره لري


 پاکستان کې دتيرو پينځلسو کلونو راهسې دپاتې شوي يو ښوونکي علي وينا ده چې پاکستان يې دوهم هيواد دى.
پاکستان کې دتيرو پينځلسو کلونو راهسې دپاتې شوي يو ښوونکي علي وينا ده چې پاکستان يې دوهم هيواد دى.

دپاک ترک نړيوالو سکولونو او کالجونو سره تړلو استاذانو ته ٢٠م نومبر پورې پاکستان څخه دوتلو وينا شوې خو دغه استاذان خپل هيواد ته دستنيدو څخه ويريږي.

پاکستان کې دتيرو پينځلسو کلونو راهسې دپاتې شوي يو ښوونکي علي وينا ده چې پاکستان يې دوهم هيواد دى.

دهغه وينا ده پاکستان يې دوهم هيواد دى او دغلته اوسيدل غواړي او په دې نه پوهيږي چې غلطي يې څه ده؟

دهغه وينا وه زيات پريشان چې اوس څه وکړي، نوموړى وايي څلور بچي او کورنۍ يې ده او خپل بچي ترې پوښتنه کوي چې ددې ځايې څخه ولي ځي؟ هغه پوښتنه کړې ده چې پاکستاني ماشومانو ته دزده کولو څخه پرته يې بل څه غلط کار کړى؟ دهغه وينا وه خپل ماشومان په دې خبره نه شي پوهولى چې غلط يې څه کړي.

پاکستان کې جوړو پاک ترک سکولونو کې يو سل اته ښوونکي دي، او دسکولونو دانتظاميې وينا ده دترک استاذانو، انتظاميې او دهغوي دکورنو مجموعي شميره څلور نيم سوه ده.

پاکستان کې ددوؤ لسيزو څخه دزياتې مودې راهسې د جوړو پاک ترک سکولونو او کالجونو نيټ ورک دفتح الله ګولن تنظيم سره تړلى ګرځولى شي، خو پاکستان کې ددغه تعليمي ادارې انتظاميه ددې ترديد کوي او وايي دکوم تنظيم سره يې تعلق نشته.

دترکي حکومت تور لګوي چې جولايي کې درجب طيب اردوان دحکومت په ضد دپوځ ديوې ډلې لخوا دبغاوت ناکامه هڅه کې فتح الله ګولن شامل ؤ.

خو ترک مبلغ فتح الله ګولن دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي او ويلي يې دي ددغسې کومې هڅې سره يې تعلق نشته.

دغه تعليمي اداره کې خواوشا يوولس زره پاکستاني طالب علمان زده کړې کوي، اسلام اباد کې موقعيت لرونکي پريس کلب کې دپاک ترک سکولونو طالب علمانو او دهغوي موروپلار احتجاج کړى.

دهغوي وينا ده دا مهال ترک استاذان خپل هيواد ته ليږل مناسب نه دي.

دپاک ترک سکولونو دطالب علمانو وينا وه چې هغوي نه پوهيږي چې دهغوي ښوونکي ولې بيرته ليږلى شي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا يو اووه نيز بريفنګ ته دوينا په مهال دحکومت دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې سکولونه به دمعمول مطابق چليږي او هغې کې په زده کړو کوونکو طالب علمانو به څه رقم اغيزه نه کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG