لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روان کال د یو ملین نه سېوا افغان کډوال بیرته ستانه شوي


سږکال غېر رجسټرډ افغان کډوال زیات د ایران نه بیرته لېږل شوي دي.
سږکال غېر رجسټرډ افغان کډوال زیات د ایران نه بیرته لېږل شوي دي.

روان کال د پاکستان او ایران نه د یو ملین نه سېوا افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته په خپله خوښه ستانه شوي یا شړل شوي دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي د طالبانو د واک د لاسه ورکولو وروستو هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو دا تر ټولو زیاته شمېره ده.

د درې لاکه نوي زره نه سېوا افغان کډوال د ملګرو ملتونو د بيرته ستنولو د پروګرام لاندې واپس تلي دي، او نزدې شپږلاکه ۲۰زره افغان کډوال هغه دي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او ایران نه بیرته شړل شوي د چا سره چې په دغو ملکونو کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد نه وو.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د افغانستان د دفتر ویاند مېتهیو ګرېډن ویلي (( دا د کال ۲۰۰۲م نه وروستو تر ټولو غټه شمېره ده)).

په کال ۲۰۰۲م کې پاکستان او ایران کې دوه ملینه افغان کډوال مېشت ؤ او د کال ۲۰۰۲م نه تر کال ۲۰۱۴م پورې یواځې پينځه لاکه ۸۰ زره کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

ولې په کال ۲۰۱۵م کې افغانستان کې د بې روزګارۍ او بدامنۍ له امله دوه لاکه افغانان یورپ ته تښتېدلي وو.

خو سږ کال د کډوالو بیرته ستنېدو عمل بیا پېل شوی او لس لاکه کډوال بیرته هېواد ته راغلي دي، ولې د افغان حکومت د طالبانو سره نښتې د دوي دپاره یو غټ چېلنج دی.

پاکستان کې دا وخت ۱۳ لاکه رجسټرډ او لس لاکه غېر رجسټرډ کډوال مېشت دي، ایران کې د یو ملین نه کم رجسټرډ افغان کډوال دي او نزدې دوه ملینه غېر سند لرونکي کډوال دي چې افغان پاسپورټ لري.

سږکال غېر رجسټرډ افغان کډوال زیات د ایران نه بیرته لېږل شوي دي. د نړیوالې ادارې د شمېرې ترمخه د روان کال تراوسه پورې ایران یو لاک ۷۴ زره او پاکستان ۲۲زره غېررجسټرډ کډوال بیرته شړلي دي.

پاکستان د نومبر ۱۵م نېټه ټاکلې وه چې غېررجسټرډ کډوال دې ځان رجسټرډ کړي یا دې بیرته تلو ته تیار شي.

ګرېډن ویلي د غېررجسټر افغان کډوالو دپاره د ټاکل شوې نېټې وروستو هم د پاکستان حکومت د دوي په ضد عملیات نه دي پېل کړي، ولې ادارې په پاکستان غږ کړی چې کډوالو ته دې د راروان ژمې په پاکستان کې د تېرولو اجازت ورکړي.

ویاند ویلي د پاکستان د ریاستونو او سرحداتو وزارت کابینې ته یو وړانديز کړی چې پاکستان کې د مېشتو قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو رجسټريشن دې پېل کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG