لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاک ـ ترک سکول کارکوونکو ته د ملک پرېښودو امر شوی


پاک ـ ترک انټرنیشنل ایجوکېشن فاؤنډېشن سره پاکستان کې ۲۸ سکولونه او کالجونه دي چرته چې نزدې ۱۲۰۰ پاکستاني او ۱۳۴ ترکيان کارکوونکي دي او په دغو ادارو کې نزدې ۱۱زره زده کړي کوونکی سبقونه وايي.
پاک ـ ترک انټرنیشنل ایجوکېشن فاؤنډېشن سره پاکستان کې ۲۸ سکولونه او کالجونه دي چرته چې نزدې ۱۲۰۰ پاکستاني او ۱۳۴ ترکيان کارکوونکي دي او په دغو ادارو کې نزدې ۱۱زره زده کړي کوونکی سبقونه وايي.

د ترکي د صدر رجب طیب اردوان د پاکستان د راتګ په مهال د پاکستان د کورنو چارو وزارت پاک ـ ترک انټرنیشنل سکولونو او کالجونو کې کار کوونکو ته د نومبر د ۲۰م نېټې پورې د ملک پرېښودو امر کړی دی.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان نن د شورو/چهارشنبې په ورځ نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته راځي.

د ترکي د حکومت لخوا وړاندې دا غوښتنه هم شوې وه چې پاک ـ ترک سکولونه وتړي. د ترکي حکومت ادعا کوي چې دا تعليمي ادارې د فتح الله ګولن د حزمت تحریک سره تړاؤ لري.

انقره تور لګوي چې امریکا کې جلاوطن فتح الله ګولن په ترکي کې د ناکامه پوځي کودتا جوړؤنکی ؤ ولې ګولن په دغه کار کې دغه تورونه رد کړي وو.

د پاکستان د کورنو چارو د وزارت نه په جاري شوي اعلامیه کې د سکولونو، کالجونو استازانو ته ویل شوي چې د ۲۰م نومبر نه وړاندې ملک پرېږدي.

راپورونه وايي د غېر دولتي ادارې پاک ـ ترک انټرنیشنل ایجوکېشن فاؤنډېشن سره په سکولونو کې د ۱۰۰ نه زیات استازان دي چې ویزه کې ورته نور وخت نه دی ورکړی شوی.

پاک ـ ترک انټرنیشنل ایجوکېشن فاؤنډېشن سره د پاکستان په اسلام اباد، لاهور، کويټه، کراچۍ، حېدراباد، ميرپور او جامشورو کې ۲۸ سکولونه او کالجونه دي چرته چې نزدې ۱۲۰۰ پاکستاني او ۱۳۴ ترکيان کارکوونکي دي او په دغو ادارو کې نزدې ۱۱زره زده کړي کوونکی سبقونه وايي.

د وزارت ترمخه بهر ملکیانو ته د بهر وتلو اجازه ورکړی شوې ده.

راپورونه وايي استازانو ته د ۲۰م نومبر پورې د ملک پرېښودو ویل شوي او په دغه اړوند د امېګرېشن چارواکي هم خبر کړی شوي دي.

د سکول انتظامیې ویلي دغه پرېکړې ویرولي چې د ترکي حکومت د دغو سکولونو تړلو هڅه کوي او پاکستاني چارواکو ته ویل شوي چې د سکول انتظامیه ترکي ته ولېږي.

د چارواکو په وینا (( استازان په ویره کې دي چې د بهرني صدر د خوشحالو دپاره استازان د ملک نه بهر ویستلی شي او په عېن حال کې دوي یقيني دي د بهر ویستلو سره به دوي په جېل کې واچول شي)).

په دغو سکولونو کالجونو کې د زده کړو کوونکو مور او پلار هم اندېښمن دي چې په داسې کولو سره به يې د ماشومانو تعلیم اغېزمن شي خو د پاکستان او ترکي چارواکي په بله خبره زور راوړي. د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزیز ویلي (( د ترکي د استازانو ترکي ته بیرته د لېږلو وروستو به د پاک ـ ترک سکولونو ماشومان اغېزمن نه شي)).

د پاک ـ ترک ايجوکېشن فاؤنډېشن بورډ اف ډائریکټرز مشر عالمګيرخان ویلي (( د پاک ـ ترک انټرنیشنل سکولز او کالجز ته د حکومت په دغه پرېکړه سخته اندېښنه ده)).

نوموړي په یو بیان کې ویلي (( په دغو سکولونو کې د استازانو سره نور کارکوونکي او د هغوي د کورنو شمېر ۴۵۰ تنه جوړيږي چې پکې د سکول سره واړه ماشومان او زنانه هم شاملې دي، دوي ته ویل شوي چې په درېو ورځو کې ملک پرېږدي)).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG