لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل :ځانمرګي بريد کې څلور عسکر وژل شوي دي

 دخبري ادارې اى پي ترمخه دغوچارواکو دنوم نه څرګندولو په شرط ځانمرګي بريد کې دڅلورو عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى ىد، دبريد پلټنې لا روانې دي، دشورو په ورځ دغو چارواکو دا هم ويلي دي چې په ددفاع دوزارت دودانۍ سره نزدې په پلي محمودخان سيمه کې ترسره شوي دغه ځانمرګي بريد کې يوولس کسان ژوبل شوي هم دي.

افغان امنيتي چارواکو ويلي دي پلازمينه کابل کې دامنيتي ځواکونو په يو ګاډي ځانمرګي بريد شوى چې پکې څلور عسکر وژل شوي دي.

دخبري ادارې اى پي ترمخه دغوچارواکو دنوم نه څرګندولو په شرط ځانمرګي بريد کې دڅلورو عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى ىد، دبريد پلټنې لا روانې دي، دشورو په ورځ دغو چارواکو دا هم ويلي دي چې په ددفاع دوزارت دودانۍ سره نزدې په پلي محمودخان سيمه کې ترسره شوي دغه ځانمرګي بريد کې يوولس کسان ژوبل شوي هم دي.

دهغوي وينا ده دا نه ده په ډاګه چې ځانمرګي پيدل و او که نه دموټرسايکل له لارې يې دغه بريد ترسره کړى دى.

خو افغان خبري ادارې پژواک دنوم نه څرګندولو په شرط ديو امنيتي چارواکي له خُلې ويلي دغه بريد په موټرسايکل پسې دتړل شوو چاوديدونکو موادو له لارې ترسره شوى دى.

تر دې مهاله ددغه ځانمرګي بريد ذمه واري چا نه ده قبوله کړې، خو طالب جنګيالو دتيرو څو مياشتو راهسې ټول افغانستان کې دافغان او بهرنو ځواکونو په ضد بريدونو کې چټکتيا راوستې.

خو کابل کې په امنيتي ځواکونو دغه وروستى ځانمرګي بريد وروستو له هغې ترسره شوى چې افغان ولسمشر اشرف غني کابل کې دملګرو ملتونو يو هيئت څخه غوښتنه وکړه چې دطالبانو دمشر ملا هيبت الله نوم دې دملګرو ملتونو دترهه ګرو نوملړ کې شامل کړى شي، او ناقدينو ددغه غوښتنې څخه وروستو افغانستان کې دتشدد پېښو کې دزياتوالي انديښنه ښودلې وه.

طالبانو تيره اوونۍ افغانستان کې دبهرنو هدفونو په ضد دوه لويې بريدونه کړي چې پکې دکابل شمال لوري ته دامريکا په مشرۍ په چليدونکي بګرام پوځي اډه شوى ځانمرګي بريد هم شامل دى، دغه بريد کې څلور امريکايان وژل شوي او شپاړس کسان ژوبل شوي وؤ، ددغه بريد څخه يوه ورځ دمخه طالبانو په شمالي ښار مزار شريف کې په جرمن قونصل خانه بريد کړى.

دغه بريد کې شپږ کسان وژل شوي او ١٣٠ نور ژوبل شوي وؤ، خو سفارتي تنصيب کې جرمن او افغان عمله محفوظ پاتې شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG