لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لندن فلېټونه د بهر ملک د کاروبار په پېسو اخستل شوي


وروستو د کېس اورېدنه د روانې میاشتې (نومبر) د ۱۷م نېټې پورې ځنډول شوې ده.
وروستو د کېس اورېدنه د روانې میاشتې (نومبر) د ۱۷م نېټې پورې ځنډول شوې ده.

د پاکستان د وزیراعظم نوازشریف د بچو وکیل سترې محکمې ته ویلي لندن کې د شریف د کورنۍ په جايداد کې څلورو فلېټونو دپاره پېسې د پاکستانه نه دي وړی شوي او په دغه لړ کې نوموړي د خپل دریز د دلیل دپاره د قطر د یو شهزاده خط د ثبوت په توګه عدالت ته وړاندې کړی دی.

په دغه خط کې ویل شوي چې فلېټونه د قطر د شاهي کورنۍ سره د شریک کاروبار نه ترلاسه شوؤ پېسو باندې اخستل شوي دي.

د پاناما لیکس په اړوند د وزیراعظم او هغه د بچو په ضد خواستونو اورېدنه نن د نهې/سه شنبې په ورځ د سترې محکمې مشر قاضي انورظهیرجمالي په مشرۍ پينځه کسیزه بنچ کړې ده، او عدالت ته د وزیراعظم د درې واړو بچو نوی وکیل اکرم شېخ مخامخ شوی دی.

اکرم شېخ د قطر د پخواني وزیراعظم او خارجه وزیر شهزاده حمد بن جاسم بن جبرالثاني یو لیکلی بیان (خط) د عدالت مخې ته اېښودی دی.

په دغه خط کې د قطر شهزاده ویلي چې د ۱۹۸۰م په لیسزه کې د نوازشریف پلار (میا محمدشریف) د الثاني کورنۍ سره د جايداد په کاروبار کې د هغه په خیال یو کروړ درهم کارولي او میا شریف دغه پېسې په دوبۍ کې د خپل کاروبار خرڅولو نه ترلاسه کړې وې.

د شهزاده حمد په وینا د لندن فلېټونه د دواړو شراکت دار په ګټه اخستل شوي ؤ او دوه آف شور کمپنۍ د دې دپاره رجسټرډ وې او د هغه په خیال میا شریف په ژوندانه خپل کاروبار د نوازشریف زوي حسېن نواز ته د ورکولو خواهش څرګند کړی ؤ، او په کال ۲۰۰۴م کې د هغه د مړينې نه وروستو په کال ۲۰۰۶م کې د الثاني او حسېن نواز ترمینځ د کاروباري تړون په ترڅ کې دا فلېټونه حسېن نواز ته مېلاؤ شوي وو.

په دغه خط کې د دې خبرې کولو هڅه شوې ده چې د لندن د جایداد دپاره پېسې د کوم ځای نه راغلي دي.

اکرم شېخ په لسګونو پاڼو مشتمل اسناد عدالت ته وړاندې کړي چې پکې د نوازشریف د ټېکسونو ورکولو، ځمکو او کارخانو په اړه تفصیل ویل شوی دی.

عدالتي بنچ کې شامل قاضي اصف سعيدکهوسه وکیل اکرم شېخ ته ویلي په دې خط کې اورېدل شوې خبرې او د خیالاتو څرګندونه شوې ده، ایا د دې نه علاوه هم د پېسو په اړوند کوم بل ثبوت شته؟.

وکیل عدالت ته ویلي د نورو تفصلاتو دپاره دې ورته وخت ورکړی شي.

بل لور ته د وزیراعظم په ضد خواست کؤنکې ډلې پاکستان تحریک انصاف وکیل حامدخان هم عدالت ته خپل اسناد وړاندې کړي چې پکې په ورځپاڼو کې خپاره شوي خبرونه شامل وو.

بنچ کې شامل قاضي عظمت سعید ویلي د ورځپاڼو خبرونه د ګواه یا ثبوت په توګه نه شي قبلېدی.

وروستو د کېس اورېدنه د روانې میاشتې (نومبر) د ۱۷م نېټې پورې ځنډول شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG