لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني غواړي دطالبانو دمشر نوم دترهه ګرو نوملړ کې شامل شي


ناقدين وايي دولسمشر اشرف غني دغه ګام طالب جنګيالو سره دمذاکراتو په اړه دهغه سخت دريځ په ډاګه کوي او ممکنه ده چې دا ( افغانستان کې) ياغيتوب ته هوا ورکړي.
ناقدين وايي دولسمشر اشرف غني دغه ګام طالب جنګيالو سره دمذاکراتو په اړه دهغه سخت دريځ په ډاګه کوي او ممکنه ده چې دا ( افغانستان کې) ياغيتوب ته هوا ورکړي.

افغان حکومت ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده چې دطالب مشر ملا هيبت الله اخندزاده نوم دې دخپل هاغو کسانو په تور نوملړ يا فهرست کې شامل کړي په کومو چې سفري،اقتصادي او دوسلې بنديزونه لګيدلي.

ناقدين وايي دولسمشر اشرف غني دغه ګام طالب جنګيالو سره دمذاکراتو په اړه دهغه سخت دريځ په ډاګه کوي او ممکنه ده چې دا ( افغانستان کې) ياغيتوب ته هوا ورکړي.

طالبانو دکابل حکومت سره دسولې دخبرو دپريکړې کولو څخه دمخه دزياتې مودې راهسې دنورو څيزونو ترڅنګ دملګرو ملتونو دبنديزونو دنوملړ څخه دخپلو لوړپوړو مشرانو دنومونو دويستو غوښتنه کړې ده

ديو سرکاري بيان ترمخه دملګرو ملتونو دبنديزو دکميټې يو هيئت ته په کابل کې ولسمشر اشرف غني ويلي دي " مونږ غواړو ملګري ملتونه دطالب مشر مُلا هيبت الله په ګډون دترهه ګرو نومونه دخپلو بنديزونو په نوملړ کې شامل کړي"

دملګرو ملتونو دپوهانو يوې ډلې دافغانستان دوره کړې ترڅو دغلته دسولې اؤ ثبات عمل ته دودې ورکولو جاج واخلي او پکې مرسته وکړي.

دطالبانو يو پخواني غړي اکبر اغا خبردارى ورکړى چې دملګرو ملتونو دبنديزونو نوملړ کې دهيبت الله (دنوم) شامليدلو مطلب به (افغانستان کې) دنوې وينې تويدل او افغان جګړه نور هم غزول وي.

اغا دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي دي " دواړو حکومت او طالبانو ته پکار دي داسې ګامونه واخلي چې ورسره دهغوي ترمينځ دسولې دمذاکراتو لپاره لاره هواره شي،نه چې جګړه نوره هم پيچلې او وغزيږي"

طالبانو ټول افغانستان کې خپلو دتشدد څخه ډکو پېښو کې اضافه راوستې، په ځانګړې توګه سږکال دمئ مياشت کې امريکايي ډرون بريد کې دطالبانو دپخواني مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو او طالبانو دنوي مشر مُلا هيبت الله دمشر ټاکل کيدو وروستو دافغان ،غيرملکي او حکومتي ودانو په ضد بريدونو کې چټکتيا راغلې.

ديو امريکايي راپور ترمخه حکومت افغانستان کې د٤٠٧و ولسواليو څخه په ٢٥٨و کنټرول لري، په ٣٣و ياغي ډله کنټرول لري او په ١١٦و کې جګړه روانه ده.

افغان ځواکونه دطالبانو دبريدونو دمخنيوي لپاره هلې ځلې کوي، هغوي دروان کال په لمړو اتوو مياشتو کې خپل پينځه نيم زره عسکر بايللي او لس زره نور ژوبل شوي هم دي.

طالبانو تيره اوونۍ افغانستان کې دبهرنو هدفونو په ضد دوه لويې بريدونه کړي چې پکې دکابل شمال لوري ته دامريکا په مشرۍ په چليدونکي بګرام پوځي اډه شوى ځانمرګي بريد هم شامل دى، دغه بريد کې څلور امريکايان وژل شوي او شپاړس کسان ژوبل شوي وؤ، ددغه بريد څخه يوه ورځ دمخه طالبانو په شمالي ښار مزار شريف کې په جرمن قونصل خانه بريد کړى.

دغه بريد کې شپږ کسان وژل شوي او ١٣٠ نور ژوبل شوي وؤ، خو سفارتي تنصيب کې جرمن او افغان عمله محفوظ پاتې شوې وه.

دملګرو ملتونو هيئت اشرف غني ته باور ورکړى چې دبنديزونو دخپل فهرست څخه به به دګلبدين حکمتيار او حزب اسلامي دنورو کمانډرانو دنومونو ويستلو کې مرسته کوي.

ګلبدين حکمتيار اوس اوس افغان حکومت سره دسولې يو تړون کړى او دملګرو ملتونو لخوا هغه څخه دبنديزونو دلرې کولو په بدل کې يې دتشدد دپريښودو ژمنه کړې، دبنديزونو ختميدو څخه وروستو به هغه کلونه پس افغان سياست کې برخه اخستى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG