لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیوال به جوړولی او بې اسناده مهاجر به ویستلی شي، ټرمپ


ټرمپ ویلي چې دیوال به جوړوي، کومه چې په انتخابي کمپاين کې د هغه د پخو پلویانو یاد شعار ؤ،
ټرمپ ویلي چې دیوال به جوړوي، کومه چې په انتخابي کمپاين کې د هغه د پخو پلویانو یاد شعار ؤ،

د امریکا نوي ټاکل شوي صدر ډونالډټرمپ ویلي چې د ۲۰ نه تر ۳۰ لاکو پورې بې اسناده مهاجر چې د جرمونو ریکارډ لري، د صدارت د چوکۍ سمبالولو وروستو به دوي د ملک نه اوباسي، او انتخابي کمپاین کې د امریکا د میکسیکو په پوله د دیوال جوړولو ژمنه به هم پوره کوي، د دې دپاره چې په غېرقانوني توګه ملک د داخلېدونکو مخه ونیول شي.

نوموړي دغه خبره د (سي بي اېس) نیټ ورک پروګرام ((۶۰منټ شو)) کې کړې ده. هغه ویلي (( مونږ به دا کوؤ چې د جرمونو کؤنکو، جرائم پېشه ریکارډ لرونکو، د جرمونو کؤنکوډلې او نشه يي توکي خرڅؤنکي به نیسو د چا شمېره چې د ۲۰ نه تر ۳۰ لاکو پورې کېدی شي، دا خلک به مونږ د ملک نه اوباسو یا به یې جېل کې اچوؤ، خو دا خلک به مونږ د ملک نه بهر اوباسو ځکه چې دوې دلته په ناجائز ډول دي)).

د اتوار په شپه خپره شوې دغه مرکه کې ټرمپ ویلي چې دیوال به جوړوي، کومه چې په انتخابي کمپاين کې د هغه د پخو پلویانو یاد شعار ؤ، ولې د دې څه برخه د شپول په توګه په شکل کې کېدی شي.

یاد کاروباري جايداد لرونکی تن (ټرمپ) وايي ( زه د دیوال جوړولو دا کار کولی شم) هغه ژمنه کړې چې په دیوال راتلونکی لګښت به میکسیکو ورکوي ولې د امریکا دغه جنوبي ګاونډي وايي داسې به ونه کړي.

په مجموعي ډول امریکا کې نزدې یو کروړ خلک په غېر قانوني توګه مېشت دي. ولې ټرمپ وايي چې کله پوله خوندي شي او قانون ماتؤنکي د ملک نه وویستلی شي د هغې وروستو به حکومت پرېکړه کوي چې په امریکا کې مېشت د پاتې نورو غېرقانونه خلکو سره څه رویه وساتي.

نوي ټاکل شوي صدر د خپلې انتظامیې خاکه جوړول پېل کړي او د دوه مهمو چوکو دپاره يې نومونه هم اعلان کړي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د ريپبلکن کمېټۍ د مشر دپاره رینس پرائبس د نوي چيف دپاره نومول شوی دی. دا د سپینې ماڼۍ د چارواکو لوړ پوړي چوکۍ ده دغه چوکۍ د صدر د مرستیال ده.

ټرمپ د ښي اړخه میډيا اېګزېکټیو اسټیوبینن خپل مشاور نومولی دی، د هغه په وینا دا دواړه کسان ډېره پوهه لري.

پرائبس خپله ټاکنه یو اعزاز بللی او ویلي يې دي ټرمپ به ( د ټولو امریکایانو یو عظیم صدر وي).

بېنن ویلي ( انتخابي کمپاين کې زمونږ شراکت داري بریالۍ وه او د هغې له امله مو ګټه ترلاسه کړه هغه ويلې د نوي صدر سره به دا سلسله دوامداره ساتو).

راپورونه وايي د نیویارک د پخواني ښاروال روډي جولیاني د اټارني جنرال او الاباما د سینیټر جېف سیشنز د دفاع د وزیر دپاره نومول کېدو باندې غور روان دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG