لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسي جرګه د وزیرانو د بودیجې مصرفولو په اړه پوره نه ده خبر، اشرف غني


اشرف غني ویلي چې دی او اجرائیه رئیس حاضر دي چې د وزارتونو د فعالیتونو او د بودیجې د مصرفولو په اړه ولسي جرګې ته وضاحت ورکړي.
اشرف غني ویلي چې دی او اجرائیه رئیس حاضر دي چې د وزارتونو د فعالیتونو او د بودیجې د مصرفولو په اړه ولسي جرګې ته وضاحت ورکړي.

د افغانستان صدر اشرف غني د شنبې په شپه د ولسي جرګې د پلاوي او کمیسونونو د مشرانو لیدلي او د درېو وزیرانو د استیضاح د پروسې په اړوند يې ورسره خبرې کړي دي.

د صدارتۍ ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د (( اساسي قانون د ۹۲ مادې د معلوماتو او مندرجاتو پر بنسټ د جمهوري ریاست له نظره د کابینې د وزیرانو په ځانګړي ډول د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د استیضاح دلایل ناموجه ګڼل کېږي)).

دغه ډول بیان کې د وزیرانو د بوديجې مصرفولو او استیضاح د پروسې ځنډېدو هم ویل شوي دي.

((له هغه ځایه چې د ولسي جرګې محترم استازي د کابینې د وزیرانو له کړنو په ځانګړي ډول د روان کال د بودیجې دمصرف په اړه پوره په جریان کې نه دي، نو د کافي معلوماتو تر وړاندې کولو پورې به د کابینې د وزیرانو د استیضاح پروسه وځنډېږي)).

راپورونه وايي صدر اشرف غني ویلي چې دی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله حاضر دي چې د وزارتونو د فعالیتونو او د بودیجې د مصرفولو په اړه ولسي جرګې ته وضاحت ورکړي.

له دې وړاندې د خالي/شنبې په ورځ د ولسي جرګې غړو په ښکاره اکثریت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون د ملي یووالي د حکومت له دریو وزیرانو د باور رایه بیرته واخیستله او درې وړاه وزیران د خپلو وزارتونو څخه لرې کړی شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولینزو چارو، شهیدانو معلولینو وزیره میرمن نسرین اوریاخیله او د فواید عامې(پبلک ورکس) وزیر محمود بلیغ د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته د خپلو وزارتونو د انکشافي بودیجې د کم مصرف د عواملو د څرګندولو لپاره بلل شوي وو.

دغو وزیرانو په خپلو څرګندونو کې په کمه کچه د بودیجې د مصرف په باب وکیلانو ته بیلابیل دلایل وړاندې کړل، خو د ولسي جرګې غړو پرې تسلي ونه کړه او په پایله کې د بیا باور ترلاسه کولو لپاره هغوی ته صندوقونه کیښودل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG