لاس رسیدونکی لینک

هېلرې کلنټن انتخاباتو کې د ماتې خوړو زمه واري د اېف بي ائي په مشر اچولې


دا وړومبی ځل دی چې کلنټن خپلو پلویانو سره د خپل ناکامه مهم د نتیجو په اړوند اوږدې خبرې اترې کړي دي.

دا وړومبی ځل دی چې کلنټن خپلو پلویانو سره د خپل ناکامه مهم د نتیجو په اړوند اوږدې خبرې اترې کړي دي.

د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د ډیموکريټک ګوند کاندیدې هېلري کلنټن د خپلې ماتې خوړو زمه وار د هېواد د مرکزي تحقیقاتي ادارې اېف بي ائي مشر جېمز کومي ګرځولی دی.

د خالي/شنبې په ورځ ورځ خپل انتخابي کمپاین کې خېرات ورکوؤنکو سره په ټیلیفوني خبرو کې کلنټن ویلي چې د انتخاباتو نه وړاندې د هغې د شخصي ايمېلونو د پلټنو د اعلان له سببه د هغې مهم اغېزمن شوی دی.

د صدارتي انتخاباتو نه وړاندې په ملي کچ ترسره شوؤ نظرپوښتنو کې هېلري کلنټن د ريپبلکن ګوند د کاندید ډونلډټرمپ نه مخکې وه، ولې د نهې په ورځ ترسره شوي ټولټاکنې ټرمپ ګټلي دي.

کلنټن ویلي د نظرپوښتنو د څيړنو څخه داسې معلوميږي چې د انتخاباتو نه ۱۱ ورځې وړاندې د ایمېلونو د پلټنو دپاره د کومي لخوا کانګرس ته کوم خط ليکل شوی هغه تباه کُن ګرځېدلی او اغېزې یې په نتیجوهم شوي دي.

رویټرز خبرې ادارې ویلي په دغه ټیلیفوني خبرو کې شریکو درېو کسانو د هېلري کلنټن د دغه تجزیې یادګېرنه کړې ده.

دا وړومبی ځل دی چې کلنټن خپلو پلویانو سره د خپل ناکامه مهم د نتیجو په اړوند اوږدې خبرې اترې کړي دي. هغې په انتخاباتو کې د ماتې خوړو وروستو په نیویارک د شورو/چهارشنبې په شپه وینا کړې او له هغې پس بیا په ښکاره مخې ته نه ده راغلې.

جېمز کومي د اکتوبر په ۲۸م قانون جوړؤنکو په لیکلي خط کې ویلي ؤ چې د هېلري کلنټن د خارجه وزیرې په توګه به د کال ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۲م پورې د سرکاري چارو دپاره د شخصي ايمېل سرور کارولو بیا د پلټنو جاج اخلي.

د کومي په وینا دغه تحقیقات بیا ځکه ضروري ؤ چې د ادارې اېجنټانو ته په دغه اړوند اضافي ايمېلونه مېلاؤ شوي دي.

ولې وروستو اېف بي ائي د پلټنو بشپړولو اعلان کړی ؤ، ولې د کومي لخوا کانګرس ته په لیکل شوي خط باندې هغه وخت نيوکې شوې وې.

XS
SM
MD
LG