لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وايي داوباما دهيلتهـ کيئر بل په ځينو نکتو عمل درامد دوامداره پاتې کيدى شي


په ډاګه دې وي چې دخپل انتخابي مهم په مهال ډونلډ ټرمپ داوباما کيئر په نوم په پيژندل کيدونکي دغه قانون نيوکه او ددې مخالفت کړى و.
په ډاګه دې وي چې دخپل انتخابي مهم په مهال ډونلډ ټرمپ داوباما کيئر په نوم په پيژندل کيدونکي دغه قانون نيوکه او ددې مخالفت کړى و.

دامريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اشاره ورکړې ده چې هغه دولسمشر براک اوباما دروغتيا په اړه دهيلتهـ کيئر ايکټ په ځينو نکتو عمل درامد دوامداره ساتلى شي.

په ډاګه دې وي چې دخپل انتخابي مهم په مهال ډونلډ ټرمپ داوباما کيئر په نوم په پيژندل کيدونکي دغه قانون نيوکه او ددې مخالفت کړى و.

ټرمپ وال سټريټ جرنل سره مرکه کې ويلي دي په دغه معامله ولسمشر براک اوباما سره دخبرو څخه وروستو په دې غور کوي چې دهيلتهـ کيئر ايکټ په ځينو نکتو عمل درامد دوامداره پاتې کيدى شي.

ډونلډ ټرمپ وويل دموجوده هيلتهـ کيئر دوه نکتې هغه ډيرې خوښوي چې پکې يو دوړاندې څخه دستونزو ښکار کسانو ته دهيلتهـ کوريج ورکولو څخه په انکار بنديز او دوهم ماشومانو ته دهغوي دموروپلار دبيمه تګلارې لاندې اسانتياوې ورکول شامل دي.

هغه دجمعې په ورځ ويلي دصدر اوباما سره ترسره شوې ليدنه کې يې هغه ته ويلي وو داوباما په وړانديزونو به غور کوي.

کله چې دټرمپ څخه وپوښتل شول چې دصدارت دچوکۍ سمبالولو څخه وروستو به دهغه لمړۍ ترجيح څه وي نو هغه دکومې يوې ترجيح په ډاګه کولو څخه انکار وکړو او وې ويل دهغه زيات لمړي ترجيحات دي.

ډونلډ ټرمپ روانه اوونۍ کې صدر اوباما سره لمړۍ ليدنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG