لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داين ډي ايس پخوانى مشر وائي پاکستان دطالبانو عسکري مرسته کوي

 دنبيل په وينا دغه نوي ځواک کې په ابتدايي توګه کې درې زره کسان بهرتي کړى شوي وؤ،هغوي د٢٥ؤ جنګيالو په ډلو کې ويل شوي وؤ او ددغه هرې ډلې مشري دپاکستان داستخباراتي شبکې( ايي ايس ايي) څخه يو چارواکي ته سپارل شوې.

دافغانستان داستخباراتي شبکې پخواني مشر په پاکستان دطالبانو دعسکري مرستې کولو او هغوي ته دمحفوظو ځالو ورکولو تور لګولى دى.

کابل کې امريکا غږ سره يوه مرکه کې د نيشنل ډايريکټوريټ اف سيکورټي( اين ډي ايس) پخواني مشر رحمت الله نبي وويل چې پاکستان د٢٠١٤م اخره کې د ريډ فورس يا ريډ بريګډ په نوم يو بريدکوونکى ځواک جوړ کړى و کوم چې دکال ٢٠١٥م په پيل کې په داسې حال کې فعاليت پيل کړو چې نړيوال ځواکونه(له افغانستان څخه) زياتره ووتل او دڅارنې عمل راکم شو.

دنبيل په وينا دغه نوي ځواک کې په ابتدايي توګه کې درې زره کسان بهرتي کړى شوي وؤ،هغوي د٢٥ؤ جنګيالو په ډلو کې ويل شوي وؤ او ددغه هرې ډلې مشري دپاکستان داستخباراتي شبکې( ايي ايس ايي) څخه يو چارواکي ته سپارل شوې.

هغه دعوه کړې ده چې هر يو جنګيالى په يو اى کى-٤٧ سمبال کړى شوى او ورته په تُندۍ سره منتقل کيدونکى راکټ لانچر يامشين ګنونه ورکړى شويدي.

دافغان استخباراتي شبکې پخواني مشر وويل داسې علامتونه موجود دي چې فراح،هلمند،غزني او دارزګان ولايتونو جګړو کې هم دغه ډله ککړوه، دغو سيمو کې دطالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې شوې وې.

رحمت الله نبيل تور لګولى چې پاکستان دخپلې وسلې دلږ ترلږه څلورو ډپوانو څخه تندلارو ته وسلې ورکړي، دهغه په وينا دا هم هاغه ډپوان دي دکومو څخه چې دپخواني سوويت يونين په ضد جګړه کې جنګيالو ته ګوله بارودر ورکړى کيدل.

پاکستان دخپل ګاونډي هيواد افغانستان دچارواکو لخوا دافغان طالبانو دمرستې او افغانستان کې دجګړې دملاتړ تورونه په سختۍ سره ردوي او دريځ لري چې دمذاکراتو له لارې افغانستان کې دسولې دعمل ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG