لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: شربت ګلې ته کارډ جوړونکى دنادرا افسر نيول شوى


 دخېبرپښتونخوا پېښور په ګلبهار سيمه دايف ايي اى لخوا دنادرا اسسټنټ ډايريکټر عماد خان نيول شوى او عدالت ته وړاندې کړى شوى او عدالت هغه په درې ورځني بدني ريمانډ ايف ايي اى ته سپارلى دى.
دخېبرپښتونخوا پېښور په ګلبهار سيمه دايف ايي اى لخوا دنادرا اسسټنټ ډايريکټر عماد خان نيول شوى او عدالت ته وړاندې کړى شوى او عدالت هغه په درې ورځني بدني ريمانډ ايف ايي اى ته سپارلى دى.

دپاکستان وفاقي پلټنيزې ادارې (ايف ايي اى) مشهور افغان ميرمن شربت ګلې ته دجعلي شناختي کارډ جاري کولو له امله دشناختي کارډونوجوړولو دملي ادارې(نادرا) يو افسر هم نيولى دى.

دخېبرپښتونخوا پېښور په ګلبهار سيمه دايف ايي اى لخوا دنادرا اسسټنټ ډايريکټر عماد خان نيول شوى او عدالت ته وړاندې کړى شوى او عدالت هغه په درې ورځني بدني ريمانډ ايف ايي اى ته سپارلى دى.

ايف ايي اى له دې وړاندې شربت ګلې ته په شناختي کارډ جاري کولو دنادرا ددريوو چارواکو په ضد مقدمه درج کړې وه.

دجعلی شناختی کارډ جوړولو په جرم کې دشربت ګلې د١٥ؤ ورځو لپاره زندان ته دليږلو څخه وروستو دهغې دملک بدرولو امر کړى و.

دخېبرپښتونخوا دحکومت لخوا دبشري خواخوږۍ په اساس پاکستان کې داوسيدو دوړانديز درد کولو څخه وروستو شربته څو ورځې دمخه دتورخم په پوله په سختو امنيتي تدابيرو کې افغان امنيتي چارواکو ته سپارل شوز وه، وروستو افغان ولسمشر اشرف غني هغې ته هرکلى ويلى و.

په ډاګه دې وي چې په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت بي بي عکس خپور شوى ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو يو کيمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس دخپريدو څخه وروستو دشنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ او دهغې لټون پيل کړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

تيرکال چې کله پاکستان کې دجعلي شناختي کارډونو دپخلي عمل روان ؤ ميډيا کې خبرونه خپاره شوي وؤ چې افغان وګړې شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ولي خان او روف خان ته دپاکستان ملي شناختي کارډونه جاري کړى شويدي.

ددغو خبرونو دپخلي څخه وروستو نادرا دشربت بي بي او دهغې ددو ځامنو شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دشربت بي بي او دهغې دکورنۍ شمير په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې پخپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG