لاس رسیدونکی لینک

د ټرمپ د ګټې په ضد دویمه ورځ امریکا کې مظاهرې شوي


د زیارت په ورځ سان فرانسسکو کې په سلګونو محصلین د سکول نه راوتي او مظاهره یې کړې ده، د سټي سکول مشر مېنګ لي ویلي دغه محصلین په خپله خوښه راوتي او دا د دوې خپل احساسات او جذبات دي.

د زیارت په ورځ سان فرانسسکو کې په سلګونو محصلین د سکول نه راوتي او مظاهره یې کړې ده، د سټي سکول مشر مېنګ لي ویلي دغه محصلین په خپله خوښه راوتي او دا د دوې خپل احساسات او جذبات دي.

د امریکا د نیویارک نه واخله تر کېلیفورنیا پورې په د زرګونو په شمېره کې خلک په دویمه ورځ هم راوتي او د ډونلډ ټرمپ د امریکا د صدر جوړېدو په ضد يې مظاهرې کړي دي.

په دغو مظاهره چیانو کې د زیاترو تعلق د افریقن امریکایانو او هسپانوي محصیلینو وو. سان فرانسسکو کې یو کم عمره هلک سي اېن اېن ته ویلي چې امریکا کې مهاجر د ځان کامیابولو هڅې کوي ولې د ټرمپ بیانونه د دوي دپاره د سماجي ستونزو سره اړونده دي او دا غېر منصفافه ده.

مظاهره چیانو ویلي د ټرمپ کمپاين کې د مهاجرینو په اړوند بیانونو دوي ویرولي دي.

نیویارک کې په لویه شمېره کې مظاهره چیان د ټرمپ ټاور مخې ته راټول شوي، په دوي کې نومیالۍ سندرغاړې لېډي ګاګا هم موجوده وه هغې د انتخاباتو په کمپائن کې د هېلرې کلنټن ملاتړ کولو.

نیویارک کې یو تن ویلي دوې ویريږي ټرمپ چې د امنیت په اړوند د کوم خواهش اظهار کړی، پوليس به د امریکا په ټولو ښارو کې د لټولو په عمل کې تور پوستې وځوري.

د زیارت په ورځ سان فرانسسکو کې په سلګونو محصلین د سکول نه راوتي او مظاهره یې کړې ده، د سټي سکول مشر مېنګ لي ویلي دغه محصلین په خپله خوښه راوتي او دا د دوې خپل احساسات او جذبات دي.

لاس اېنجلس کې هم خلک راوتي په لویه شمېره کې د ټرمپ کاغذي بېنرې يې سوځولي او سان فرانسسکو سره نزدې اوکلېنډ کې خلکو غټه لار بنده کړې او پولیسو سره نښته کې لږترلږه ۳۰ کسان هم نیول شوي دي.

ډونلډ ټرمپ د خپل انتخابي کمپاين په مهال د مهاجرینو او امریکا کې مسلمانانو په اړه ځینې سخت الفاظ کارولي وو. زیاتره مظاهره چیان په دې خیال دي چې ټرمپ به د ملک ستره محکمه کې سیاسي تنګ نظره تعینات کړي.

ټرمپ د صدر منتخب کېدو وروستو ژمنه کړې چې هغه به د ټولو امریکایانو صدر وي، ولې هغه د مظاهره چیانو او د خپلې راتلونکې پالیسۍ په اړوند ښکاره خبرې نه دي کړي.

د ټرمپ د صدارتي ګټې په ضد په وړومبۍ ورځ هم د امریکا په بېلابیلو ښارونو کې خلک راوتي او مظاهرې یې کړې وې.

XS
SM
MD
LG