لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا نوی ټاکل شوی صدر ډونلډ ټرمپ څوک دی؟


نوموړي په کال ۲۰۰۰م کې د سیاست په مېدان کې قدم اېښودی دی او له دې وړاندې يې په په ۹۹م کې يې د ریفورم ګوند د کاندید جوړېدو هڅه هم کړې وه.
نوموړي په کال ۲۰۰۰م کې د سیاست په مېدان کې قدم اېښودی دی او له دې وړاندې يې په په ۹۹م کې يې د ریفورم ګوند د کاندید جوړېدو هڅه هم کړې وه.

ډونلډ ټرمپ چې د ډیموکريټک ګوند صدارتي کاندید ؤ او نن يې انتخابات وګټل د امريکې ۴۵ صدر وټاکل شو، نوموړی یو یاد مالدار کاروباري شخصیت دی.

ډونلډ ټرمپ په کال ۱۹۴۶م کې د امریکا په نیویارک ښار کې د یو مالدار تن فرېډ ټرمپ کره زېږېدلی او د مور پلار څلورم اولاد دی، د ښاغلي د پلار د د تجارت او ودانو خپل شخصي شرکت ؤ.

ټرمپ د ۱۳ کالو په عمر کې پوځي سکول ته لېږل شوی او او په کال ۱۹۶۴م کې د سکول نه فارع شوی او بیا د کالج وروستو د فورډهم پوهنتون کې داخل شوی ؤ.

هغه د خپل مشر ورور د مړينې نه پس د پلار سره د سوداګرۍ او استوګنې د کورونو په چارو کې مرستې کولې او په کال ۱۹۸۰م کې د پلار په مالي مرسته نیویارک کې یو هوټل اخستی او بیا يې د سره جوړ کړی او په دغه تجربه کې يې کامیابي ترلاسه کړه.

ښاغلي په کال ۱۹۸۲م کې د نیویارک په مشهوره سیمه مېن هېټن کې ټرمپ ټاور جوړ کړو، که څه هم د دغه ودانۍ په جوړولو کې هغه د ځينو شخړو ښکار شوی خو دغه ټاور یې جوړ کړی او تراوسه يې کاروي.

ښاغلي په کال ۱۹۸۷م کې د ( آرټ اف دې ډيل) په نوم وړومبی کتاب لیکلی چې پکې نوموړي د خپلو کاروباري لاس ته راوړنو په اړه د ذکر کولو ویلي او دغه کتاب مشهور شوی هم ؤ.

د ۹۰م په لیسزه کې نوموړي د پلار کاروبار سمبال کړی او هم په دغه لیسزه کې يې کاروبار زیانمن شوی او ښځې ته يې طلاق هم ورکړی ؤ.

نوموړي په دغه موده کې خپلې الوتکې خرڅې کړي او په دغه وخت کې يې د ( آرټ اف دې کم بېک) په نوم بل کتاب لیکلی چې هغه هم مشهور شوی ؤ او ښاغلي په دې کتاب د خپل کورنۍ ژوند او کاروبار ته يې د اوختي تاوان نه د وتلو خبرې کړي دي.

په کال ۱۹۹۹م کې د هغه پلار په حق رسېدلی او هغه ته د پلار نه په میراث کې خواؤشا درې سوه ملینه ډالره پاتې شوي وو.

نوموړي په کال ۲۰۰۰م کې د سیاست په مېدان کې قدم اېښودی دی او له دې وړاندې يې په په ۹۹م کې يې د ریفورم ګوند د کاندید جوړېدو هڅه هم کړې وه.

هغه په کال ۲۰۰۰م کې په یوه ټي وي شو (پروګرام) کې شامل شوی او هغه د دغه پروګرام د لارې ډېرې پېسې ګټلې او دغه پروګرام ډېر مشهور شوی هم ؤ.

ښاغلي یو پوهنتون هم جوړ کړی خو د ځينو نیوکو او کېسونو له امله بیا بند کړی شو.

هغه په کال ۲۰۰۶م کې په سکاټ لېنډ کې د ګالف کورس جوړول پېل کړل خو د ځينو ستونزو له امله دغه پروژه هم وروستو شوه او په کال ۲۰۱۰م کې پرې بیا کار پېل شوی او په ۲۰۱۲م کې يې پرانستلو.

ډونلډ ټرمپ د اوسنو ټاکنو دپاره د ډیموکريټک ګوند لخوا د صدارت دپاره کاندید جوړېدو وروستو د ریپبلکن ګوند د هېلري کلنټن سره د سیالۍ دپاره مېدان ته راووتو.

که څه هم هغه د انتخابي کمپاين په مهال ځنيې لانجمن بیانونه ورکړي او د مخالفه ډلې ترڅنګ پرې د خپل ګوند لخوا هم نيوکې کېدې ولې ښاغلي په صدارتي ټاکنو کې هېلري کلنټن ته ماتې ورکړه او د امریکې ۴۵ صدر وټاکل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG