لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ وايي دنړۍ ټولو هيوادونو سره ښې اړيکې غواړو


 دسي اين اين ترمخه هيلري کلنټن ډونلډټرمپ ته ټيليفون کړى، ټولټاکنو کې يې ماتې منلې او هغه ته يې مبارکي ويلې ده.
دسي اين اين ترمخه هيلري کلنټن ډونلډټرمپ ته ټيليفون کړى، ټولټاکنو کې يې ماتې منلې او هغه ته يې مبارکي ويلې ده.

دامريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دخپلې ګټې دوينا په مهال ويلي دي چې هاغو ټولو هيوادونو سره به ښې اړيکې ساتي کوم چې هغوي سره ښې اړيکې ساتل غواړي.

دسي اين اين ترمخه هيلري کلنټن ډونلډټرمپ ته ټيليفون کړى، ټولټاکنو کې يې ماتې منلې او هغه ته يې مبارکي ويلې ده.

ددغه ګټې څخه وروستو ٧٠ کلن ډونلډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته تلونکى ترټولو دپوخ عمر امريکايي صدر جوړ شوى دى.

دګټې ترلاسه کولو څخه وروستو ډونلډ ټرمپ خپلو پلويانو ته وينا کړې، دانتخابي مهم په مهال په نورو سختې نيوکې کوونکي، دمذهبونو او هيوادونو په ضد خبرې کوونکي ډونلډ ټرمپ رويه په دې موقع بيخي بدله وه او داتحاد، شراکت دارۍ او په ګډه دکارکولو په ضرورت يې زور راوړو.

ټرمپ وويل داختلافونو پځايې به درايې په اتفاق سره چليږي او دشخړو پځايې به شراکت دارۍ ته وده ورکوي.

ټرمپ وويل خپلو ښارونو، لويو لارو، روغتونونو او انفراسټرکچر کې به بدلون راولي او په لکونو خلکو ته به دروزګار موقعې ورکوي.

دهغه وينا وه نړيوالې ورورولۍ ته په ډاګه کول غواړي چې هغوي به دامريکا ګټې تل لمړۍ ساتي، دهر چا سره به منصفانه کار کوي، دټولو خلکو اؤ ټولو نورو قامونو سره.

دامريکا نوي ولسمشر وويل دامريکايانو زاړه زخمونه به ښه کوي او دهر امريکايي وګړى به وي.

په لمړي ځل ډونلډ ټرمپ ماتې سره دمخ شوې خپلې مخالفې کانديدې هيلري کلنټن ستاينه هم وکړه او دهغې دقامي خدمتونو ستاينه يې وکړه.

ټرمپ وويل هيلري کلنټن داوږدې مودې راهسې زيات محنت کړى او دا دهغوي مسؤليت دى چې دهغې دخدماتو احسانمند وي.

ډونلډ ټرمپ وويل هغوي يو عظيم اقتصادي پلان لري، اقتصادي وده به يو په دوه سيوا کوي او په ټوله نړۍ کې ترټولو مضبوط معيشت لري.

دهغه وينا وه هيڅ داسې څه نشته چې هغوي يې دخپل مستقبل لپاره غواړي اؤ هغه يې درسد څخه لرې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG