لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ دامريکا ولسمشر ټاکل شوى


 دوي او اى داليکټورل انټرايکټيو ميپ ترمخه ډونلډ ټرمپ ته ٢٧٤ اليکټورل ووټونه ترلاسه شوي او دهغه مخالفې ډيموکريټ کانديدې ٢١٥ اليکټورل ووټونه اخستي، دګټې لپاره ٢٧٠ؤ اليکټورل ووټونو ته اړتيا وي.
دوي او اى داليکټورل انټرايکټيو ميپ ترمخه ډونلډ ټرمپ ته ٢٧٤ اليکټورل ووټونه ترلاسه شوي او دهغه مخالفې ډيموکريټ کانديدې ٢١٥ اليکټورل ووټونه اخستي، دګټې لپاره ٢٧٠ؤ اليکټورل ووټونو ته اړتيا وي.

ريپبلکن کانديد ډونلډ ټرمپ دامريکا ٤٥م ولسمشر ټاکل شوى او دهغه مخالفې ډيموکريټ کانديدې هيلري کلنټن خپله ماتې منلې ده.

دوي او اى داليکټورل انټرايکټيو ميپ ترمخه ډونلډ ټرمپ ته ٢٧٤ اليکټورل ووټونه ترلاسه شوي او دهغه مخالفې ډيموکريټ کانديدې ٢١٥ اليکټورل ووټونه اخستي، دګټې لپاره ٢٧٠ؤ اليکټورل ووټونو ته اړتيا وي.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه ډونلډ ټرمپ هيلري کلنټن ته ماتې ورکړې او دامريکا ٤٥م ولسمشر ټاکل شوى دى.

ټرمپ په داسې حال کې دامريکا ولسمشر ټاکل شوى چې دتيرو څو مياشتو راهسې دنظرپوښتنو جايزو کې کلنټن ته په هغه دبرترۍ دعوې کيدې.

ډونلډ ټرمپ هيواد کې دبدلون پلوي او داسټيټس کو مخالف پاتې شوى دى.

دخپل انتخابي مهم په مهال ټرمپ دايميګريشن نظام کې داصلاحاتو راوستو او دترسره شوو تجارتي تړونونو دختمولو خبره کړې.

له دې وړاندې دنتيجو په پيل کې سي اين اين دلمړي پراجيکشن ترمخه دريپبلکن صدارتي کانديد، ډونلډ ټرمپ کنټيکي او انډيانا کې کاميابي ترلاسه کړې او هيلري په ورمونټ رياست کې ګټه ترلاسه کړې ده.

دسي اين اين ترمخه جارجيا کې ټرمپ ته برتري ترلاسه ده او ويل کيږي چې هيلري کلنټن ته ورجينيا کې واضحه برتري ترلاسه ده.، همدغه راز ويل کيږي چې فلوريډا کې ددواړو کانديدانو ترمينځ سخته مقابله شوې.

دغيرسرکاري او غيرحتمي نتيجو په لحاظ سره داليکټورل کالج ووټونو څخه ټرمپ تردې مهاله ٢٤ او هيلري کلنټن درې اليکټورل ووټونه ترلاسه کړي دي.

دسي اين اين ترمخه ټرمپ ويسټ ورجينيا کې ګټه ترلاسه کړې، ددغه ځايې داليکټورل کالج دووټونو شمير پينځه دى.

بلخوا سينيټ کې اوهائيو څخه دريپبلکن پارټۍ روب پورټمن ګټه ترلاسه کړې ده او ساؤتهـ کيرولينا کې د ډيموکريټک ګوند ټم اسکرول ګټه ترلاسه کړې ده.

په عين حال کې دواشنګټن ډي سي په ګډون دنورو شپاړسو رياستونو نتيجې نزدې دي، همدغه راز فلوريډا، اوهائيو او دپنسلوانيا دنتيجو اعلان هم څه وخت کيدى شي.

هيلري کلنټن اؤ دهغې خاوند، پخواني صدر بل کلنټن دنيويارک په خواوشا کې دخپل کور سره نزدې په انتخابي مرکز خپل ووټونه اچولي دي.

بل لوري ته ټرمپ ويلي دي هغه به نيويارک سټي کې موقعيت لرونکي ټرمپ ټاور کې موجود وي، چرته چې به هغه انتخابي نتيجې اوري.

ددواړو صدارتي کانديدانو وينا ده چې دهغوي ترمينځ دسختې مقابلې هيله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG