لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې صدارتي انتخابات، سخته مقابله


تازه نظر پوښتنو کې د ډیموکريټ کانديده هیلري کلنټن د ريپبلکن ګوند ډونلډټرمپ نه مخکې ده ولې په ځینو ریاستونو کې يې د مخکې والي فرق ډېر کم دی.
تازه نظر پوښتنو کې د ډیموکريټ کانديده هیلري کلنټن د ريپبلکن ګوند ډونلډټرمپ نه مخکې ده ولې په ځینو ریاستونو کې يې د مخکې والي فرق ډېر کم دی.

امریکا کې د صدارتي انتخاباتو/ټولټاکنو پېل شوي او خلک د رایو ورکولو دپاره پولینګ سټېشنو ته رسېدلي او ووټونه اچوي.

امریکا کې څیړونکي په دې نظر دي چې دې ځل له د رایو اچولو شرحه د نور کله نه سېوا او سخته مقابله کېدی شي.

د امريکې خبري ادارې ای پي ویلي د ګل/دوشنبې د دورځې پورې د انتخاباتو نه وړاندې خواوشا څلور کروړه ۳۲لاکه خلکو رایې اچولې وې او هېله څرګند کړی شوې چې دغه شمېره به پينځه کروړه ته ورسي.

او که چرته دغه شمېرې ته وکتل شي نو دا ويل کېدی شي چې ۴۰فیصده خلکو د انتخاباتو د ورځې نه وړاندې خپلې رايې ورکړي دي.

د انتخاباتو د ورځې نه وړاندې په ۲۳ ریاستونو کې د زیاتو رایو ورکولو شرحه ليدل شوې په کومو کې د کولمبیا ډسټرکټ هم شامل دی.

تازه نظر پوښتنو کې د ډیموکريټ کانديده هیلري کلنټن د ريپبلکن ګوند ډونلډټرمپ نه مخکې ده ولې په ځینو ریاستونو کې يې د مخکې والي فرق ډېر کم دی.

د ګل په ورځ د ناوختې پورې دواړه کانديدان تر اخره وخته پورې بوخت ؤ د خپلو پلویانو او خلکو ځان پله راوستو او رایې اچولو دپاره یې هڅې کولې.

فلورېډا کې ټرمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي، دغه انتخابات د فساد کوؤنکې اشرافيې د واشنګټن د لارې بندېدو برابر دي.

هغه ځان ته په امریکا کې د ښه سړي نوم ورکوي او په اشرافیه ټکونه کوي.

هغه ویلي (( اشرافیه ته ویل غواړم چې واوري، نن چې څه وایم سبا چې زه انتخابات وګټم نو دا ټول دلدل به پاکوم)).

هغه په خپله سیاله هېلري کلنټن هم نیوکې وکړې او وې ويل که چرته صدر جوړ شو نو هیلري کلنټن چې د سرکاري چارو دپاره شخصي ایمیل سرور کارولی هغه به په جېل کې وي.

هیلري کلنټن اخرۍ ورځ په فلاډلفیا ریاست کې د خپلو زرګونو پلویانو سره تېره کړې ده.

هغې په خلکو غږ کړی او زور راوړی چې د باراک اوباما په تېر اته کاله صدارت کې د پرمختګ روانو پروژو دوامداره ساتلو دپاره د کورونو نه راووځي او رایې ورکړي.

نوموړې په ملک کې انتخاباتو د واک دپاره د رېفرنډم نوم ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG