لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رقه ازادولو دپاره امریکايي ايتلاف عملیات پېل کړي


اېس ډي اېف کې زیاتره شامي وسله وال دي څوک چې د پیپلز پروټکیشن یونټس ( وایي پي جی) په نوم هم پېژندل کيږي.
اېس ډي اېف کې زیاتره شامي وسله وال دي څوک چې د پیپلز پروټکیشن یونټس ( وایي پي جی) په نوم هم پېژندل کيږي.

د کُرد او شامي ځواکونو په ګډه د امریکا په مشرۍ ایتلاف د داعش ډلې د قوي مرکز رقه بیرته اخستو دپاره عملیات پېل کړي دي.

دغه اعلان د شامي ځواکونو د سیرئین ډيموکريټک فورسز (اېس ډي اېف) یو کمانډر د اتوار په ورځ کړی دی.

اېس ډي اېف کې زیاتره شامي وسله وال دي څوک چې د پیپلز پروټکیشن یونټس ( وایي پي جی) په نوم هم پېژندل کيږي.

ترکي (وايي جی پي) ته ترهګره ډله وايي، ولې امریکا ګڼي چې وايي جی پي یواځیني ځواک دی چې دغه کار کولی شی.

ترکي چارواکي وايي چې لوړ پوړي امریکايي جنرال جوزف ډنفرډ د خپل ترکي سیال سره د خبرو دپاره د اتوار په ورځ انقره کې ؤ.

امریکا د دې خبرې سره موافقه کړې چې د رقه د ازادولو په جګړه کې به ترکي برخه نه اخلي.

د اېس ډي اېف ویاند طلال سیلو فرانسي خبري ادارې اې اېف پي ته ویلي چې مونږ د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف سره صلاح یُو چې ترکي یا بل کومه اړونده وسله واله ډله به په دغو عملیاتو کې کومه برخه نه اخلي.

د امریکا یورپي ايتلافیانو هم وايي جی پي ته ورکړی شوي واک باندې اندېښنه څرګنده کړې ده، هغوې ته د دې خبرې ویره ده چې رقه باندې د کردانو په مشرۍ د برید سره به په تاریخي توګه د عرب ابادۍ والا دغه ښار فرقه ييزه دښمنو کې ښکېل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG