لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شربت ګله به د پاکستانه ونه ویستل شي


د شربت ګلې د نیولو وروستو افغان حکومت هم په سفارتي کچ هڅې پېل کړې چې افغان مېرمن خوشې کړي.
د شربت ګلې د نیولو وروستو افغان حکومت هم په سفارتي کچ هڅې پېل کړې چې افغان مېرمن خوشې کړي.

د خېبرپښتونخوا صوبې چارواکو ویلي افغان مېرمن شربت ګله به د انساني خواخوږۍ په اساس له پاکستان ونه ویستلی شي او دلته به یې علاج وکړی شي.

د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا دغه اعلان د شنبې په ورځ وروستو له هغې شوی چې یوه ورځ وړاندې د پېښور یو عدالت شربت ګلې ته په غېرقانونه لار د شناختي کارډ جوړولو په سر سزا اورولې او د دوشنبې په ورځ يې ورته د ملک نه د ویستلو امر کړی ؤ.

په شنو سترګو په نړیوال کچ مشهوره شوې افغانه مېرمن دوه اوونۍ وړاندې نیول شوې او بیا د تور زیړي د علاج دپاره روغتون کې داخل کړی شوې وه.

شربت ګله د جمعې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شوې او عدالت ورته په غېرقانونه توګه د شناختي کارډ جوړولو په جرم کې د ۱۵ ورځو بند او ۱۱۰۰ډالرو جرمانې سزا اورولې وه، د عدالتي امر ترمخه د شربت ګلې د ۱۵ بند په پوره کېدو به هغه سبا د دوشنبې په ورځ د ملک نه وویستلی شي.

د شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا صوبې یو وزیر شوکت یوسفزي ویلي چې د انساني خواخوږۍ په اساس د شربت ګلې له ملکه د ویستلو د پرېکړې جاج اخلي د دې دپاره چې د هغې دلته علاج وشي.

راپورونه وايي د خېبرپښتونخوا حکومت به د شربت ګلې په ملک کې د علاج دپاره د پاتې کولو په لړ کې مرکزي حکومت ته خواست کوي، ځکه چې هغه مرکزي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای نیولې ده. او صوبايي حکومت نه شي کولی چې په خپل واک کې هغه پاتې کړي.

د شربت ګلې د نیولو وروستو افغان حکومت هم په سفارتي کچ هڅې پېل کړې چې افغان مېرمن خوشې کړي.

په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت ګلې عکس خپور کړی ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي د پېښور سره نزدې دافغان کډوالو په يو کېمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس د خپرېدو څخه وروستو د شنو سترګو دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ بیا موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

دشربت بي بي او د هغې دکورنۍ شمېر په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې په خپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG