لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:عدالت شربت ګلې ته د١٥ؤ ورځو دبند سزا اورولې ده


 دبډو رشوتونو دمخنيوي ځانګړې محکمې دشربت ګلې دملک بدر کولو امر هم کړى دى.
دبډو رشوتونو دمخنيوي ځانګړې محکمې دشربت ګلې دملک بدر کولو امر هم کړى دى.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې يو مقامي عدالت دجعلي شناختي کارډ دجوړولو په جرم ثابتيدو نړيوالې شهرت يافته افغان ميرمنې شربت ګلې ته دپينځلسو ورځو دبند او يو لک لسو زرو روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

دبډو رشوتونو دمخنيوي ځانګړې محکمې دشربت ګلې دملک بدر کولو امر هم کړى دى.

شربت ګله تيره مياشت په ٢٦مه نيټه دپاکستان وفاقي پلټنيزې ادارې(ايف ايي) دجعلي شناختي کارډ دجوړولو په تور پېښور کې هاغه مهال نيولې وه چې هغې دخپل کور سامان خرڅ کړى او افغانستان ته ستنيده، وروستو هغه په ٢٨م اکتوبر د١٤ؤ ورځو په جوډيشل ريمانډ جيل ته ليږل شوې وه.

پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمرزاخيلوال دشربت ګلې دنيول کيدو غندنه کړې وه او دپاکستان په وزيراعظم نوازشريف يې دهغې دخوشې کولو لپاره دمداخلت وينا هم کړې وه خو عدالت وروستو دشربت ګلې دضمانت خواست رد کړى ؤ په کوم چې دافغانستان لخوا دمايوسۍ څرګندونه شوې وه.

پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال دشربت ګلې دضمانت دخواست په رد کيدو دمايوسۍ څرګندونه کړې وه او ويلي يې وؤ دپاکستان دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار او نورو حکومتي مشرانو دباور ورکولو باوجود دشربت ګلې دخواست رد کيدل دمايوسۍ خبره ده.

هغه ويلي وؤ دشربت ګلې ګرفتارۍ دټولو افغانانو جذبات دوړاندې څخه مجروحه کړي او نن دعدالتي فيصلې سره دغو جذباتو او ددواړو هيوادونو داولس دوه اړخيزه اړيکو ته ضربه رسيدلې ده.

عمر زاخيلوال دا هم ويلي وؤ چې که چرې دپاکستان وفاقي حکومت په رښتيا شربته ګله پرېښودل غواړي لکه څنګه چې دکورنو چارو وزير نثار ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال ويلي وو نو دهغې کوم عدالت ته دحاضرولو يا پريکړې هيڅ ضرورت نشته.

دزاخيلوال ترمخه شربت ګله دايف ايي اى دتورونو په اساس زندان کې ده او دا دوفاقي حکومت داختيار په دايره کې ده چې دغه تورونه ختم کړي او هغه خوشې کړي.

په ډاګه دې وي چې په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت بي بي عکس خپور شوى ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو يو کيمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس دخپريدو څخه وروستو دشنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ او دهغې لټون پيل کړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

تيرکال چې کله پاکستان کې دجعلي شناختي کارډونو دپخلي عمل روان ؤ ميډيا کې خبرونه خپاره شوي وؤ چې افغان وګړې شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ولي خان او روف خان ته دپاکستان ملي شناختي کارډونه جاري کړى شويدي.

ددغو خبرونو دپخلي څخه وروستو نادرا دشربت بي بي او دهغې ددو ځامنو شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دشربت بي بي او دهغې دکورنۍ شمير په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې پخپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG