لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد:يو کسيز عدالتي کميشن به دپاناما ليکس دمعاملې پلټنې کوي


 دعدالت وينا ده ضروري نه ده چې جوړيدونکى کميشن دفريقينو لخوا دپاناما ليکس دپلټنو لپاره دجمعې کړى شوې تګلارې سره اتفاق وکړي، اوس به ددغه معاملې اوريدنه دراتلونکي ګل په ورځ کيږي.

دعدالت وينا ده ضروري نه ده چې جوړيدونکى کميشن دفريقينو لخوا دپاناما ليکس دپلټنو لپاره دجمعې کړى شوې تګلارې سره اتفاق وکړي، اوس به ددغه معاملې اوريدنه دراتلونکي ګل په ورځ کيږي.

دپاکستان دسترې محکمې يو لارجر بينچ دوزيراعظم نوازشريف په ضد دپاناما ليکس په اړه دتورونو پلټنو لپاره دسترې محکمې په يو قاضي د مشتمل يو کسيز عدالتي کميشن په جوړولو اتفاق کړى دى.

دعدالت وينا ده ضروري نه ده چې جوړيدونکى کميشن دفريقينو لخوا دپاناما ليکس دپلټنو لپاره دجمعې کړى شوې تګلارې سره اتفاق وکړي، اوس به ددغه معاملې اوريدنه دراتلونکي ګل په ورځ کيږي.

دنه ېپه ورځ چې کله دکيس اوريدنه پيل شوه نو دوزيراعظم نوازشريف لخوا عدالت کې ځواب داخل کړى شو چې پکې هغه ويلي دي دهغه ټولې اثاثې هم هاغه دي چې يادونه يې هغه په انتخابي ګوشوارو کې کړې ده.

وزيراعظم پخپل ځواب کې ويلي دي دهغه درې بچي حسين نواز، حسن نواز او مريم نواز دهغه تر پالنې لاندې نه دي.

دوزيراعظم دبچو لخوا عدالت کې ځواب نه دى داخل کړى شوى او سترې محکمې هغوي ته دګل تر ورځې ځواب داخلولو لپاره غوڅ مهلت ورکړى دى.

دعمران خان دتحريک انصاف ګوند، شيخ رشيد دعوامي مسلم ليګ، جماعت اسلامي، جمهوري وطن پارټۍ او يو وکيل طارق اسد دپاناما ليکس دمعاملې پلټنو لپاره سترې محکمې ته مراجعه کړې وه.

په لمړي نومبر دمشر قاضي انور ظهير جمالي مشرۍ کې پينځه کسيم لارجر بينچ اوريدنه کې دپاناما ليکس پلټنو لپاره دکميشن په جوړولو اتفاق کړى و او ويلي يې وو فريقين دې دريم نومبر پورې خپل ضوابط کار جمع کړي.

دتحريک انصاف يومشر شاه محمود قريشي شاه محمود قريشي دسترې محکمې څخه بهر دزيارت په سحر خبريالانو سره خبرو کې وويل هغه ګوند پلټنو لپاره تګلاره جوړه کړې کومه چې به هغوي عدالت ته وړاندې کوي.

سترې محکمې فريقينو ته ويلي وو هغوي دې ددې خبرې تحريري باور ورکړي چې دپلټنيز کميشن پريکړه به منلى شي.

سږکال داپريل مياشت کې دپاناما يو لا فرم موساک فونسيکا لخوا مخې ته دراوړلو شوو معلوماتو ترمخه خواوشا شپږ سوه پاکستاني وګړي داسې دي چې بهر اف شور کمپنۍ لرې او په هغوي کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددوو ځامنو حسن حسين او وزيراعظم دلور مريم نواز نومونه شامل وؤ.

دعمران خان ګوند تحريک انصاف تور لګوي چې وزيراعظم بهر دجايدادونو اخستو لپاره پاکستان څخه پېسې بهر ليږلې دي.

خو وزيراعظم نوازشريف دغه تورونه ردوي او دعدالتي کارروايۍ هرکلى يې کړى دى.

تحريک انصاف دپاناما ليکس په اړه دپلټنو نه کيدو له امله په دوهم نومبر اسلام اباد کې داحتجاج او اسلام اباد دبندولو اعلان کړى و خو کله چې سترې محکمې دوزيراعظم په ضد دلګول شوو تورونو پلټنو لپاره په کميشن جوړولو اتفاق وکړو نو تحريک انصاف خپل احتجاج منسوخ کړو او په دوهم نومبر يې دشکر دورځې دنمانځلو اعلان او اسلام اباد کې يوه درنه جلسه وکړه.

XS
SM
MD
LG