لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : دريل ګاډوټکر کيدو له امله ١٢ کسان مړه شوي


 دغه پېښه دکراچۍ دلانډهي ريلوى سټيشن سره نزدې دزکريا ايکسپريس او فريد ايکسپريس دټکر کيدو له امله رامينځته شوې ده،دريل ګاډو دجنګيدو څخه وروستو ګڼې ډبې دپاټلۍ څخه غورځيدلي دي.
دغه پېښه دکراچۍ دلانډهي ريلوى سټيشن سره نزدې دزکريا ايکسپريس او فريد ايکسپريس دټکر کيدو له امله رامينځته شوې ده،دريل ګاډو دجنګيدو څخه وروستو ګڼې ډبې دپاټلۍ څخه غورځيدلي دي.

دپاکستان دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې دمسافرو ددوو ريل ګاډو دټکر کيدو له امله لږ ترلږه ١٢کسان مړه شوي او ٣٥ نور ژوبل شوي دي.

دغه پېښه دکراچۍ دلانډهي ريلوى سټيشن سره نزدې دزکريا ايکسپريس او فريد ايکسپريس دټکر کيدو له امله رامينځته شوې ده،دريل ګاډو دجنګيدو څخه وروستو ګڼې ډبې دپاټلۍ څخه غورځيدلي دي.

دميډيا راپورونه وايي دواړه ريل ګاډي دپنجاب څخه کراچۍ ته روان وو او زکريا ايکسپريس فريد ايکسپريس دشا غاړې نه ټکر شوى دى.

دپېښې وروستو سيمې ته پوليس او امدادي کارکوونکي رسيدلي او ژوبل کسان روغتونونو ته رسول شوي دي.

دجناح هسپتال دحادثو دڅانګې مشر ډاکټر سيمي جمال پخلى کړى چې هسپتال ته تراوسه د١١ؤ کسانو مړي وروړل شوي دي.

ټولنيز کارکوونکي فيصل ايدهي پېښه کې د١٢ؤ کسانو دمړينې پخلى کړى او ويلي يې دي دژوبل شوو کسانو په اړه تراوسه څه نه شي ويل کيدى ځکه چې امدادي هلې ځلې روانې دي.

له دې وړاندې دستمبر مياشت کې ملتان کې پېښور څخه کراچۍ ته تلونکى عوام ايکسپريس او مال ګاډى جنګيدلي وو چې پکې څلور کسان مړه شوي او ٥٠ نور ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG