لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما وايي دټرمپ ګټه به امريکا لپاره ګواښ وي


اوباما دډيموکريټ هيلري کلنټن لپاره دشمالي کيرولاينا ښار چيپل هل کې دټولټاکنو مهم کې برخه اخستې، صدارتي کانديدانو لپاره دغه رياست کې برياليتوب ډير ضروري دى.
اوباما دډيموکريټ هيلري کلنټن لپاره دشمالي کيرولاينا ښار چيپل هل کې دټولټاکنو مهم کې برخه اخستې، صدارتي کانديدانو لپاره دغه رياست کې برياليتوب ډير ضروري دى.

دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي دهغه په فکر که چرې ډونلډ ټرمپ راتلونکو ټولټاکنو کې ګټه ترلاسه کوي نو دا به هيواد لپاره ګواښ وي.

اوباما دډيموکريټ هيلري کلنټن لپاره دشمالي کيرولاينا ښار چيپل هل کې دټولټاکنو مهم کې برخه اخستې، صدارتي کانديدانو لپاره دغه رياست کې برياليتوب ډير ضروري دى.

صدر اوباما دشمالي کيرولاينا هاغه ووټ اچوونکو ته خبردارى ورکړو څوک چې په دې فکرکولو سره مطمين ناست دي چې دهغوي انفرادي ووټ اهميت نه لري،دهغه وينا وه دټولټاکنو په ورځ کورونو کې ناسته به دهاغو خلکو لپاره ګټوره وي څوک چې دهغوي اوازونه کښينول غواړي.

هغه په ځانګړې توګه تور پوستي رايې اچوونکي مخاطب کړي څوک چې دهغه په قول له دې امله زيات خوشحاله نه دي چې داوباما نوم سږکال په بيلټ پيپر نشته.

د تازه جايزو ترمخه شمالي کيرولاينا کې ټرمپ ته په کلنټن معمولي برتري ترلاسه ده.

ريپبلکن کانديد ډونلډ ټرمپ دشورو په ورځ فلوريدا کې دخپل مهم په مهال په اوباما غږ کړى و چې هغه دې دکلنټن مهم کې برخه اخستل بند کړي او اوول افس ته دې ستون شي، دکوم ځايې سره چې دهغه تعلق دى،دروزګار موقعې پيدا کړي او په امريکايي پولو دې نظر وساتي.

ټرمپ وويل دکلنټن صدارت به يو غيرمعمولي او اوږد ايني بحران پيدا کړي، دهغه په قول دخارجه وزيرې په توګه داي ميلونو په اړه دهغې طريقه کار به کلنټن تر پلټنو لاندې وساتي.

دايف بي ايي ډايريکټر جيمز کومي تيره اوونۍ اعلان کړى و چې دهيلري کلنټن دنورو اي ميلونو په اړه به پلټنې کولى شي.

ډيموکريټ کانديدې هيلري کلنټن ددغه اعلان څخه وروستو ويلي وو ددې به هم هاغه نتيجه را اوځي کومه چې دجولايي مياشت کې دشوو پلټنو راوتلې وه.

نيواډا کې دصدارتي مهم په مهال يو ريلۍ ته دوينا په مهال کلنټن په رايې اچوونکو غږ کړى و چې هغوي دې دډونلډ ټرمپ دامريکا دصدر په توګه دټاکل کيدو په ترڅ کې دلوړې کولو دتصور مخه ونيسي او فکر دې وکړي او هغوي ته يې په ياده کړې چې هغه يو داسې څوک دى څوک چې دښځو سپکاوى کوي،په معذورو پسې ټوقې کوي او داقليتونو بې عزتي کوي

هغې وويل ټرمپ هر چاته ښودلې ده چې هغه څه رقم شخص دى او هغه به څه رقم صدر وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG